د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

کروېشیا کې له کرونا وبا سره سره پارلماني ټاکنې کېږي


د کروېشیا پارلمان
د کروېشیا پارلمان

د کروېشیا وګړي له کرونا وبا سره سره نن یکشنبه د خپل هېواد په پارلماني ټاکنو کې رایه ورکوي.

لومړنۍ نظر پوښتنې ښيي که چې د کروېشیا دوه سیال سیاسي ګوندونه به سخت په رقابت کې وي.

د صدراعظم اندرې پلیکنوویچ په مشرۍ مرکزي ښي اړخی ګوند، د کروېشیا متحد ډیموکرات په دغو ټاکنو کې د بریا تمه لري.

بل‌خوا د داور بیر ناردیچ په مشرۍ کیڼ اړخی سوسیال ډیموکراتیک ګوند هم په دغو ټاکنو کې بریا ته سترګې نیولې دي.

دغه سیالي د کروېشیا په پارلمان کې د ۱۵۱ سیټونو د اکثریت خپلولو لپاره کېږي.

ګټونکی ګوند باید ۷۶ څوکۍ خپلې کړي، که نه د ائتلافي حکومت د تشکیل انتخاب به په مخکې وي.

ننني انتخابات په داسې حال کې کېږي چې د کروېشیا اقتصاد د کرونا وبا له کبله سخت زیانمن شوی دی.

XS
SM
MD
LG