د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

پاریس کې د لوور موزیم دروازې وروسته له ۴ میاشتو پرانیستل شوې


 لوور موزیم 
لوور موزیم 

د فرانسې پلازمېنه پاریس کې د لوور موزیم دروازې وروسته له څلورو میاشتو پرانیستل شوې.

د سن سیند پر غاړه د دې موزیم د لرغونې ودانۍ د جوړېدو چارې د ۱۲مې میلادي پېړۍ په لومړیو کې پيل شوې وې.

دا موزیم د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې بند شوی و.

په دې موزیم کې د مونالیزا د انځور مخې ته هغسې بیروبار نه‌شته، لکه چې پخوا به خلک پرې راپنډ وو.

د موزیم لیدونکو ته لارښوونې شوې دي چې له یوه بله به لیرې درېږئ. تر کرونا مخکې به دې موزیم ته په تېره بیا په اوړي کې د خلکو څنګ په څنګ کتارونه ولاړ وو.

موزیم ته تر ننوتو مخکې خلک لاسونه په مېکروب ضد موادو لمدوي، دننه ډېر خلک یو ځلې نه‌پرېږدي، دننه به هر لور ته خلک نه‌ځي له یوې خوا به د انځورونو ننداره کوي، پر ځمکه‌یې د لیدونکو لپاره نښې لګولې دي چې له یوه بل سره واټن ته پام وکړي او د هوایي ډګرونو د کتارونو په څېر یې دوو خواوو ته پړي غځولي چې خلک یوازې په همدې لاره روان شي.

لوور موزیم
لوور موزیم

د موزیم رئیس جان لوک مارتینز روېټرز اژانس ته وویل چې د موزیم ساحه پراخه ده، ۴۵ زره متر مربع ده او په‌کې ۳۰ زره هنري ټوټې نندارې ته ایښودل شوې دي چې په دې لویه سیمه کې له یوه بله د واټن مراعاتول سخته نه‌دي.

د کرونا ویروس تر خپرېدو مخکې به د اوړي په میاشتو کې هره میاشت شااوخوا یو میلیون کسان دې موزیم ته ورتلل چې له څلورو درې برخې بهرنیان وو.

مارتینیز وایي، د کرونا ویروس له امله تر اوسه موزیم ته د ټکټونو د پلورلو له درکه نږدې ۴۵ میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.

XS
SM
MD
LG