د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

روحاني: په کورنیو غونډو کې د ماسک بندول اجباري کېږي


د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، په کورنیو غونډو او راټولېدنو کې د ماسک بندول اجباري کېږي.

دغه اعلان داسې مهال کېږي چې ایران په یوه ورځ کې د کرونا ویروس له کبله د تر ټولو زیاتو کسانو د مړینې خبر ورکړ.

دغلته د شنبې په ورځ د کرونا ویروس له کبله د ۱۷۷ کسانو د مړینې خبر ورکول شو، په ورځنۍ کچه د مړینې دا شمېر په تېرو درېیو میاشتو کې تر ټولو لوړ دی.

ښاغلي روحاني پرون د کرونا ویروس پر وړاندې د دغه هېواد له کاري پلاوي سره د لیدو پر مهال وویل: "مونږ د جولای له پنځمې د دغې میاشتې تر دوه ویشتمې پورې ماسک اجباري کوو، که ثابته شوه چې دا اقدام ضروري دی، هغه به نورې مودې ته هم وغځول شي."

دا اعلان داسې مهال کېږي چې له کرونا ویروسه د ایران یو شمېر زیانمنو شویو ولایتونو ته اجازه ورکول کېږي چې د کرونا د مخنیوي لپاره بیا بندیزونه ولګوي.

ایران کې له دوه لکه او دوه ویشت زرو ډېر کسان په کرونا اخته شوي او له دې ډلې شاوخوا لس نیم زره مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG