د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

د سوک وهنې پخوانی اتل رابرتو دوران په کرونا ویروس اخته شوی


د سوک وهنې پخوانی اتل رابرتو دوران
د سوک وهنې پخوانی اتل رابرتو دوران

د سوک وهنې د پخواني اتل رابرتو دوران د کرونا ویروس ټسټ مثبت ختلی او په روغتون کې یې څارنه کېږي.

د دوران زوی پرون وویل چې تر اوسه پورې یې په پلار کې د کرونا ویروس خفیفې نښې شته.

د رابرتو دوران زوی، روبین دوران ویلي ۶۹ کلن پلار یې چې د والګي علایم‌یې درلودل، یوه خصوصي روغتون ته تر تلو وروسته‌یې ټسټ مثبت وخوت.

د ده په خبره خپل پلار یې ځکه په روغتون کې بستر کړی چې په ۲۰۰۱م کال کې د موټرو د ټکر له پېښې وروسته‌یې یو سږی پوره کار نه‌کوي. هغه ټکر د دې سبب شو چې د سوک وهنې دغه اتل تقاعد شي.

دوران له ۱۹۶۸ څخه تر ۲۰۰۱م کال پورې خپل پلرني ټاټوبي پانامه او ټوله لاتینه امریکا کې د «ډبرینو لاسونو» په لرونکي اتل مشهور و.

XS
SM
MD
LG