د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۶ چنګاښ ۱۳۹۹ کابل ۰۴:۳۷

سیلانیانو ته د ایفل برج د لیدو اجازه ورکړل شوه


ایفل برج

د فرانسې حکومت نن د جون په ۲۵مه، ټولو سیلانیانو ته اجازه ورکړه چې په پاریس کې د ایفل برج لیدو ته ورشي.

د فرانسې حکومت له تقریباً درې میاشتو راهیسې د کرونا ویروس د وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د سیلانیانو پر ورتګ بندیز لګولی و.

سیلانیانو ته اجازه ورکړل شوې چې د ایفل برج د لیدو لپاره سیمې ته ورشي، خو اجازه نه‌لري چې به لفت کې د برج سر ته وخېژي، خلک مجبور دي چې په زینو پورته شي.

فرانسوي چارواکو دا کار د دې لپاره کړی چې د خلکو د ګڼې ګوڼې مخنیوی وشي او هغه فاصله چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره مهمه ده، وساتل شي.

XS
SM
MD
LG