د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۱۹

د هلمند یو شمېر اوسېدونکي: زموږ غنم پاکستان ته قاچاقېږي

ارشیف
ارشیف

د هلمند یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې د دې ولایت غنم ګاونډي پاکستان ته قاچاقېږي.

د هلمند اوسېدونکي وايي که پاکستان ته د غنمو د قاچاق بهیر دغه ډول ادامه پیدا کړي، لیرې به نه‌وي چې د لوږې سره مخامخ شي.

په کروندو کې د بېلابېلو مرضونو له امله د غنمو حاصلات ډېر زیات راکم شوي دي، خو په بازار کې د غنمو لږوالي او په ورته وخت کې لوړ قیمت د هلمند اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

دوی ادعا کوي چي هر کال د غنمو د حاصلاتو پر مهال په ټنونو پاکستان ته قاچاق او هلته ذخیره کېږي. کله چې د غنمو فصل تېر شي بېرته‌يې بازار ته راوړي او په لوړ قیمت‌يې پر خلکو پلوري.

یو له دغو کسانو شاه ولي زیارمل وايي: "د کال په وروستیو کي به موږ د غنمو د کمښت له امله د سخت ناورین سره مخامخ شو. دلته به د غنمو کمښت زیات شي. دغه غنم چي ګاونډیو هېوادونو ته قاچاقېږي بېرته په ګران قیمت پر موږ پلورل کېږي، نو ښه خبره دا ده چې حکومت د دې قاچاق مخه ونیسي ترڅو موږ د قحطۍ سره مخامخ نه‌شو."

ارشیف
ارشیف

د هلمند د کرني او مالدارۍ ریاست مسئولین وايي که څه هم سږ کال د مرضونو سره سره په دې ولایت کې ۴۴۳ زره ټنه غنم تولید شوي دي، د قاچاق په اړه‌يې دوی ته کره اسناد او شواهد نه‌دي رسېدلي.

په لښکرګاه کې د غنمو د منډيي یو تن سوداګر زرغون خان وايي یو شمېر واړه او لوی سوداګر د ولایتونو په نوم غنم پاکستان ته وړي او سپین بولدک پلوچستان ته ځي او هلته اوړه کېږي، وروسته په لوړ قیمت د هېواد په بازارونو کې پلورل کېږي.

هغه زیاته کړه: "د هلمند ولایت څخه غنم اکثره د قاچاقي لارو څخه پاکستان هېواد ته ځي. اوس چې د حاصلاتو وخت دی د غنمو قیمتونه لوړ شوي دي. که چېرې حکومت د قاچاق مخه ونه‌نیسي، نو د کال په وروستیو کې به خلک د لوږې سره مخامخ شي. موږ معلومات لرو چې غنم ښه پرېمانه پاکستان ته ځي."

د هلمند چارواکي هم د غنمو د قاچاق خبره نه‌ردوي، خو وايي په دې اړه چې ایا دا نورو ولایتونو ته ځي او که ګاونډيو هېوادونو ته قاچاقېږي د دوی پلټنې روانې دي.

د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین وايي د هغه موټرانو په اړه‌يې د پلټنو لپاره هیئت ټاکلی دی چې په غنمو بار د هلمند څخه ځي.

د هلمند والي محمد یاسین
د هلمند والي محمد یاسین

دی وايي: "د قرنطین په خاطر د ګاونډیو او نورو هېوادونو څخه د اوړو او غنمو راوړل بند شول، نو په همدې خاطر موږ د خپل مسؤلیت له مخې د قاچاق او بهر هېوادونو ته د غنمو د انتقال پر مسئله د زراعت د ریاست سره هم خبرې وکړې او قاچاق مو بند کړل، اما د هلمند غنم مو پرېښودل چې نورو ولایتونو ته د اړتیا په خاطر انتقال شي."

د هلمند څخه د غنمو د قاچاق په اړه خبرونه په داسې حال کي تاوده دي چې سږ کال د کرنې د ریاست د معلوماتو له مخې د مرضونو او بېلابېلو افتونو په خاطر ۳۰ سلنه حاصلات کم شوي دي او امکان لري دا مسئله د غنمو په قیمتونو هم بده اغېزه وکړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG