د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

یو ځل بیا له کابله نړیوالې الوتنې پیل شوې


کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر
کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر

د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د محدودیتونو له کموالي سره یو ځل بیا له کابله نړیوال پروازونه پیل شول.

له درې میاشتو زیاتو محدودیتونو وروسته د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د ترکش ایرلاین الوتکه راښکته شوه چې په‌کې ۳۵۰ مسافر کابل ته راغلل او ورسره یو ځل بیا نړیوال پروازونه له سره پیل شول.

د افغانستان د هوانوردۍ ادارې مسؤلین وايي، دغه پروازونه د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې د ترکش ایرلاین د دغې الوتکې په کېناستو سره پیل شول.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند محمد نعیم صالحي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۰۴» ازادي راډیو ته وویل، سبا د پنجشنبې په ورځ د اماراتو هوايي شرکت هم کابل ته پرواز لري.

هغه زیاته کړه: "موږ نن د یو نړیوال پرواز شاهدان و، ترکش هوايي شرکت نن سهار اووه بجې کابل ته پرواز درلود، په دغه پرواز کې ۳۵۰ تنه مسافر له استانبول کابل ته را انتقال شول، سبا هم د اماراتو هوايي شرکت یو پرواز لري، نو په همدې اساس نړیوال پروازونه پیل شول."

ښاغلی صالحي وايي دا د ترکش او اماراتو د هوايي شرکتونو د پروازونو پیل و او همدا شان به کورني شرکتونه ترکیې او اماراتو ته پروازونه پیل کړي.

نعیم صالحي زیاتوي چې د ایران ماهان هوايي شرکت هم د چمتووالي اعلان کړی چې د ایران او افغانستان ترمنځ پروازونه پیل کړي.

د حامد کرزي له نړیوال هوایي ډګر څخه نن بیا پروازونه پیلېږي

د افغانستان هوايي چلند ادارې ویاند وویل، هندي او پاکستانیو چارواکو هم ویلي چې حالاتو ته په کتو به د جولای په میاشت کې له افغانستان سره پروازونه له سره پیلوي.

ښاغلي صالحي زیاتوي چې دغه اداره به د هېواد په هوايي ډګرونو کې له تدابیرو سربېره د عامې روغتیا وزارت روغتیايي سپارښتنې عملي کوي.

یو شمېر هغه افغانان چې بهر ته د سفر اړتیا لري، د هوايي پروازونو له سره د پیلېدو هرکلی کوي.

د حامد کرزي هوايي میدان
د حامد کرزي هوايي میدان

محمد ګل چې ترکیې ته د ټکټ اخیستو لپاره د ټکټونو پلورنځي ته راغلی په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له درې میاشتو راهیسې مې د کورنۍ درې غړي په ترکیه کې بند پاتې دي اوس چې پروازونه له سره پیل شوي راغلی یم چې ټکټونه واخلم یو طرفه ټکټ ۳۰۰ ډالره کېږي."

کله چې په نړۍ کې د کرونا ویروس په پراخېدو شو ورسره ټول نړیوال پروازونه متوقف شول.

د افغانستان د هوايي چلند ملکي ادارې چارواکي وايي په همدې موده کې د هوايي چلند ادارې په عوایدو کې دوه میلیارده افغانۍ کموالی راغلی همدا شان اریانا دولتي هوايي شرکت ۱۲ میلیونه او کام‌ایر خصوصي هوايي شرکت ۲۰ میلیونه ډالره زیان لیدلی.

له هوايي شرکتونو سربېره هغه شرکتونو او کسانو ته چې ګټه وټه‌یې له هوايي صنعت سره تړلې وه، مالي زیان اوښتی.

په کابل کې د سکای مسافرتي شرکت مسؤل محمد عادل نوري وايي، همدې شرکت ته په یاده موده کې شااوخوا یو میلیون ډالره زیان رسېدلی.

دی وايي: "درې میاشتې شوې چې بهرني او کورني پروازونه لغوه شوي د قرنطین له امله تر ډېره زیان ټکټ پلورونکو شرکتونو ته اوښتی، ځکه چې هېڅ پرواز نه‌دی شوی."

د افغانستان د هوايي چلند ادارې ویاند وايي، له دې وړاندې به هره ورځ د افغانستان له هوايي فضا نه ۳۵۰ پروازونه تېرېدل او هر پرواز به ۷۰۰ ډالر افغانستان ته حق‌العبور ورکاوه.

ښاغلی صالحي وايي چې اوس هره ورځ د افغانستان له هوايي حریم نه له ۸۰ تر ۸۵ پروازونه تېرېږي چې د تېر په څېر له هر پروازه ۷۰۰ ډالره اخیستل کېږي.

XS
SM
MD
LG