د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

هند او پاکستان د یو بل ډیپلوماتان باسي


نوې ډېلي کې د پاکستان سفارت
نوې ډېلي کې د پاکستان سفارت

د هند او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا په دوام نوې ډېلي پرېکړه کړې چې دغلته د پاکستاني ډیپلوماتانو په شمېر کې د پام وړ کموالی راولي.

هند پرېکړه کړې چې د پاکستان سفارت نیمايي کارکوونکي له خپل هېواد وباسي او ادعا کوي چې دا کسان په هندوستان کې په جاسوسي فعالیتونو کې لاس لري او د ترهګرو سازمانونو سره اړیکې پالي.

په دې اړه د هند د بهرنیو چارو وزارت پرون (سې شنبه) ماښام یو بیان خپور کړ.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي، دا پرېکړه د یوې اوونۍ په موده کې عملي کېږې او دا پيغام په نوې ډېلي کې د پاکستان شارژدافیر ته استول شوی دی.

پاکستان او هند د اټمي وسلو لرونکي دوه ګاونډي او رقیب هېوادونه دي چې اړیکې یې ترینګلې او ډېر کله د یو بل په وړاندې ورته اقدامات کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هندوستان ادعاوې بې‌بنسټه بللي او د هند د بهرنیو چارو وزارت د پرېکړې په وړاندې یې په یوې اعلامیه کې ویلي په نوې ډېلي کې د پاکستان ډیپلوماتیک مأمورین تل د نړیوالو قوانینو او ډپیلوماتیکو اصولو په چوکاټ کې فعالیت کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په اسلام‌اباد کې یې د هندوستان شارژدافیر احضار کړی او هغه ته‌یې ویلي چې پاکستان هم پرېکړه کړې چې په اسلام‌اباد کې د هند ډیپلوماتان په ۱۰۰ کې ۵۰ کم کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا دا هندوستان ته ورته اقدام دی.

خو د پاکستان تر دې پرېکړې مخکې هندوستان اعلان کړی و چې په اسلام‌اباد کې خپل کارکوونکي له خپله اړخه همدې شمېر ته راکموي.

پاکستان او هندوستان یو یې هم د یو بل په هېواد کې دایمي سفیر نه‌لري.

په وروستیو میاشتو کې دواړو هېوادونو یو بل د مقابل لوري د ډیپلوماتانو په غیر قانوني نیولو او له هغوی سره په نامناسب چلند تورن کړي دي.

هندوستان د مې په ۳۱مه نېټه دوه پاکستاني ډیپلوماتان وویستل او هغوی یې په جاسوسۍ تورن کړل. پاکستان دا ادعاوې رد کړې.

هندوستان تېره اوونۍ د یو پاکستاني کب نیوونکي کوتره چې له یو هېواد بل ته‌یې سفر کړی و او په هند کې د جاسوسۍ په شک نیول شوې وه، خوشې کړه.

هند وویل له څېړنو وروسته معلومه شوه چې دا کوتره د جاسوسۍ په چارو کې ښکېل نه‌وه.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG