د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

د نړۍ د ټینس لوبو اتل "نوفیک جاکوفیچ" په کرونا ویروس اخته شوی


نوفیک جاکوفیچ
نوفیک جاکوفیچ

د نړۍ د تینس لوبو اتل نوفیک جاکوفیچ په کرونا ویروس اخته شوی.

جاکوفیچ په یوه بیان کې چې نن یې خپور کړ وویل چې د ده مېرمن هم کورونا شوې خو د ماشومانو ټېسټ یې منفي دی.

دا اعلان وروسته تر دې وشو چې د کرویشیا بورنا کورچ د بلغاریا ګریګور دیمیتروف او د سربیا ویکتور تروچي وروسته تر دې کرونا شول چې د جاکوفیچ له لورې په یوه جوړ شوي ټورنمېنټ کې یې برخه واخیسته.

په جاکوفیچ د دې ټورنمنټ د جوړېدو له امله انتقادونه شوې دي.

XS
SM
MD
LG