د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

نوې ډیلي کې یوه افغان ځان وژلی


ارشیف
ارشیف

د راپورونو له مخې پرون دوشنبې د هند په پلازمینه نوې ډیلي کې یوه افغان ځوان ځان وواژه.

تر دې مخکې د هند په احمد آباد ښارکې یوه بل افغان محصل ورته عمل سرته رسولی و.

افغان مدني فعال نثاراحمد شیرزی چې په هند کې اوسي او د افغانانو د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي، وایي چې دواړو افغانانو د هغو ستونزو له کبله چې ټول افغانان که هغه افغان محصلین دي یا پناه غوښتونکي ورسره مخامخ دي، ځانونه وژلي دي.

د هغه په وینا د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت تر اوسه د محصلینو ستونزو ته هېڅ پام نه دی کړی او د ملګروملتونو د کډوالو د ادارې، یوان ایچ سي آر دفتر هم د افغان پناه غوښتونکو درخواستونه ډېر په ځنډ څېړي.

له ښاغلي شیرزي سره نوریاس نوري مرکه کړې او لومړی یې په هند کې د مېشتو افغانانو د عمده ستونزو په اړه ترې پوښتنه کړې ده چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:59 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG