د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

عامې روغتیا وزارت: پاکستان ته تنفسي دستګاوې نه دي قاچاق شوي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هغه راپورونه رد کړي چې ګوندې له دې وزارت سره مرسته شوې تر دېرشو زیاتې تنفسي دستګاوې پاکستان ته قاچاق شوي دي.

د دې وزارت یوې ویاندې معصومې جعفري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، هغه تنفسي دستګاوې چې مرسته یې شوې، ثبتیږي، مرکز ته انتقالېږي او بیا روغتونونو ته استول کیږي.

هغې وویل وویل: "د تنفسي دستګاوو د ورکېدو اوازې د عامې روغتیا وزارت ردوي، ټولې تنفسي دستګاوې چې زموږ هېواد سره یې مرسته کېږي، ثبتېږي، مرکزي زېرمو ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه روغتون ته استول کېږي."

د عامې روغتیا وزارت چارواکي دا څرګندونې د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته کوي چې وايي، د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې لپاره د مصنوعي تنفس مرسته شوې ۳۲ دستګاوې پاکستان ته قاچاق شوي دي.

XS
SM
MD
LG