د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

مسیر : د رسنیو قانون د تعدیل تر شا څه دي؟


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو نن په بېلابېلو مسایلو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په دې پوښتنې سره خپله سرمقاله پیل کړې 'د رسنیو قانون د تعدیل تر شا څه دي؟'

وړاندې راغلي، که څه هم حکومتي چارواکي ډاډ ورکوي چې د بیان ازادي نه‌ګواښل کېږي او محدودیتونه نه‌لګول کېږي، خو په قانون کې راغلي تعدیلات په واضح ډول د محدودیتونو د زیاتولو معنی لري.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د حکومت دغه ګام د اساسي قانون خلاف دی او د بیان د ازادۍ د محدودولو او استبدادي نظام پر لوري یو ګام دی.

په ملي یووالي حکومت کې او بیا له هغه وروسته په دې نوي معامله‌يي حکومت کې له ارګه هڅه دا ده چې حکومت استبدادي شي او له همدې امله ملي شورا بې‌معنی شوې ده او همدارنګه مشرانو جرګه د ولسمشر د یو سکرتریت په شان عمل کوي، ولسي جرګه هم پڅه ده.

ورځپاڼه لیکي، عدلي او قضايي بنسټونه هم پوره حکومتي شوي دي او هر څه چې ارګ ورته وايي، هغه کوي د لویې څارنوالۍ او سترې محکمې ډېرې کړنې سیاسي شوي او حقوق او قوانین په‌کې څنګ ته شوي دي.

په سرمقاله کې وړاندې راځي، یوازنی ځواک چې پاتې دی، هغه رسنۍ دي چې په حکومت کې یې د ناقانونۍ، ظلم، فساد، ګډوډۍ او د حکومتي مشرانو د ناسمو سیاستونو په اړه دریځ درلود او خلک‌یې خبرول او د مسیر په باور، اوس ارګ هڅه کوي چې دا وروستی غږ هم غلی کړي.

  • هشت صبح

هشت صبح بیا د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره په مرسته شویو پیسو کې د فساد په تړاو لیکنه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره لویه بودجه ځانګړې شوه، خو اوس داسې اسناد موجود دي چې اړوندو ادارو شفافیت په پام کې نه‌دی نیولی او هشت صبح ته راغلي اسناد په ګوته کوي چې د بودجې ځينې برخې حیف او میل شوې دي.

وړاندې راغلي، په خواشینۍ سره چې د دې ویروس له خپرېدو تر اوسه اړوندو ادارو خپل مسؤلیت سم ادا نه‌کړ او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

سرمقاله لیکونکي د عامې روغتیا وزارت له نوې رهبرۍ غوښتي چې په روغتیایي فعالیتونو کلک څار ولري او د فساد په وړاندې جدي مبارزه وکړي.

  • سرخط

سرخط ورځپانې لیکلي، د افغانستان په ځينو لیرې پرتو سيمو کې د کرونا ويروس له امله د لارو تر بندېدو او نورو بنديزونو لګېدو وروسته د پوليو يا د ماشومانو د ګوزڼ ويروس خپور شوی دی.

وړاندې راغلي، سږ کال په ډېری داسې سيمو کې چې يا د طالبانو تر واک لاندې دي، يا په‌کې د کرونا له امله د ګوزڼ ضد واکسين بند شوی و، ګڼ شمېر ماشومان ګوزڼ وهلي دي.

د ورځپاڼې په وینا، په داسې حال کې چې له يوې خوا کرونا په درست هېواد خوله لګولې او له بلې خوا د طالبانو له امله په ډېری سيمو کې د ګوزڼ ضد واکسين نه‌کېږي، اندېښنې دي چې په افغانستان کې به د روان کال تر پايه ګڼ شمېر ماشومان ګوزڼ ووهي.

XS
SM
MD
LG