د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

خوست کې قومي چیغه؛ قهرېدلو کسانو په وژنې د تورنو کسانو کورونه وسوځول


خوست کې د کورونو سوځول
خوست کې د کورونو سوځول

په خوست کې قومي چیغې د هغو تورنو کسانو کورونو ته اور واچوه چې د یکشنبې په شپه‌یې د یوې کورنۍ اووه تنه ووژل او یو بل ماشوم‌یې ټپي کړ.

دوی له حکومت غوښتنه وکړه چې ډېر ژر دې د دې وژنې عاملین ونیسي او سخته سزا دې ورکړي.

د سې شنبې د ورځې «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۲۷» په سهار د خوست ولایت د اسماعیل‌خېلو مندوزیو ولسوالۍ اړوند په دیګانو سیمه کې ګڼو خلکو او د منګلو قوم اوسېدونکو د هغو تورنو کسانو کورونو ته اورونه واچول چې د دوی په وینا د یکشنبې د شپې په پېښه کې یې لاس درلود.

دوی چې زیات قهرېدلي هم وو، په خپلو خبرو کې وویل چې دا کار یې د قوم د مشرانو د قومي پرېکړې پر بنسټ کړی، څو په راتلونکي کې بل کس ورته کړنې ترسره نه‌کړي.

د چیغې دوه ګډونوالو په خپلو خبرو کې وویل: "له حکومت غوښتنه کوو چې موږ سره همکاري وشي او نورو قومونو ته وایو چې دوی ته ځای ورنه‌کړي چې هلته واوسي، موږ ته دې یې وسپاري او موږ خپله سزا ورکوو."

قهرېدلي کسان د کورونو د سوځولو پر مهال.
قهرېدلي کسان د کورونو د سوځولو پر مهال.

"موږ منګل قوم له تاریخ نه یوه خبره لرو، څوک چې قتل وکړي، ناجایز قتل او یا میراته وکړي، د هغې مقابل کې کور ته‌یې اور اچوو او دا په تاریخ کې زموږ دود دی."

دوی له افغان حکومت په جدي توګه غوښتنه وکړه چې د پېښې عاملین پیدا او د قانون سره سمه سخته سزا ورکړي.

د یکشنبې په شپه ماخوستن مهال یو شمېر وسله‌وال د دیګانو په سیمه کې یوه کور ته وار واوښتل او د یوې کورنۍ ۷ کسان چې یو نارینه، دوه ښځې او څلور ماشومان و، ووژل او یو بل ماشوم‌یې ټپي کړ چې اوس‌مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د کور سوځونې دغه دود په لویه پکتیا په ځانګړي ډول د منګلو په قوم کې له ډېر پخوا دود دی.

دوی له قومي پرېکړې وروسته د هغو تورنو کسانو کورونو ته اورونه اچوي چې د میراث او ځینو نورو شخصي اهدافو لپاره په ظلم نور کسان وژني او یا هم په لویه کچه له قومي پرېکړو سرغړونه کوي.

خوست کې سوځول شوي کورونه
خوست کې سوځول شوي کورونه

د منګلو قوم د دې قومي پرېکړې او چیغې په ټولنیزو رسنیو کې هم ګڼ بحثونه راپارولي او ډېرو یې هرکلی کړی.

په خوست کې د غرغښت خصوصي ټلوېزیون مشر، لیکوال او ژورنالېست سخي سرور میاخېل چې په قومي مسایلو کې پوره تجربه لري، له ازادي راډیو سره په خبرو کې د منګلو قوم له ننني غبرګون هرکلی وکړ.

دی وایي، که پخواني دودونه او قومي جوړښتونه یو ځل بیا راژوندي شي، نه‌یوازې د ګڼو جرایمو مخنیوی به وشي، بلکې د دولت د حاکمیت په پراخېدو کې به هم مرسته وکړي.

نوموړي وویل: "د نن ورځې له اقدام څخه هرکلی کوم، زه مطمئن یم چې که دا قوانین راژوندي شي، نو ډېر مثمر به وي او دولت له حاکمیت سره به هم مرسته شوي وي، ځکه د دولت حاکمیت هم په خپله د خلکو په تحکیم کې نغښتی دی."

د پکتیا پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد سلیمان بشرمل وایي، له قانوني اړخه د جزا د تطبیق صلاحیت له قانوني سرچینو سره دی، خو په هغو سیمو کې چې حکومت ورته لاسرسی نه‌لري، د قومي جوړښتونو بیا راژوندي کېدل ښه ګام بولي.

خوست کې راټول شوي قهرېدلي کسان
خوست کې راټول شوي قهرېدلي کسان

که څه هم د منګلو یو شمېر قومي مشران د دې پېښې اصلي انګېزه شخصي تربګني او د ځمکې په سر خپلمنځي جنجال بولي او له همدې امله‌یې د یادو تورنو کسانو د کورونو د سوځولو پرېکړه کړې، خو د خوست امنیتي چارواکي وایي، د قومي چیغې پر مهال‌یې د کورونو له سوځولو مخکې ښځې او ماشومان ژغورلي، خو د قومي چیغې په اړه‌یې د نظر له ورکولو ډډه وکړه.

دوی وایي، که څه هم، د پېښې عاملین‌یې پېژندلي، خو تر اوسه د یادو کسانو په نیولو نه‌دي بریالي شوي.

XS
SM
MD
LG