مصر په پام کې لري د جولای پر لومړۍ نېټه خپل ټول هوایي ډګرونه فعال کړي.
د دغه هېواد د ملکي هوایي چلند وزیر د یکشنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته دا خبره کړې ده.
د مصر هوایي ډګرونه له مارچ راهیسې د کرونا ویروس له کبله تړلي وو.
د دې هېواد چارواکي وایي نړیوال ګرځندوی به په درې ساحلي ښارونو پورې محدود شي.
د مصري چارواکو په خبره د هغو هېوادونو سیلانیان چې د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو پر اساس د کرونا ویروس سخت ځپلي دي، باید مصر ته تر ننوتلو دمخهیې ازموینه واخیستل شي.
په مصر کې چې شاوخوا ۱۰۰ میلیونه وګړي لري، نږدې ۴۳ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي او له همدې ناروغۍ څخه څه باندې ۱،۴۹۰ کسه مړه شوي دي.
دا شمېرې د نورو اروپایي هېوادونو په مقایسه لږ دي، خو د کرونا مثبتې پېښې پهکې دې وروستیو درې اوونیو کې لوړې شوې دي.