د بېپولې خبریالانو ټولنې د تاجکستان له لوري د هغه نوي قانون د لغوه کېدو غوښتنه وکړه چې که چا د کرونا یا 'کووېډ-۱۹' غلط خبر خپور کړ، نو سخته سزا به ورکول کېږي.
دې ټولنې چې مرکز یې په پاریس کې دی، خبرداری ورکړی چې دا مقرره د سانسور او د مطبوعاتو د ازادۍ د مخنیوي سبب کېدای شي.
د بېپولې خبریالانو ټولنې د ختیځې اروپا او منځني ختیځ د څانګې رئيسې ژان کافلیر په یوه بیان کې ویلي، له دې قانون څخه چې مبهم دی او وضاحت نهلري، د معلوماتو د حق د اخیستلو لپاره ناوړه استفاده کېدای شي.