په کندهار کې په لومړي ځل د کرنيزو ناروغيو د تشخیص او مخنیوي لپاره کرنيز لابراتوار فعاله شوی.
د دغه لابراتوار مسؤلینو چې په کاناډا، امریکا او هندوستان هېوادونو کې زدهکړې کړي بزګرانو او باغ لرونکو ته د باغونو نقشې او په شاړو ځمکو کې د ښه حاصل ورکوونکو نباتاتو د کرلو مشورې هم ورکوي.
د کرنیزو افتونو د تشخیص دغه لومړنی لابراتوار په شخصي پانګه جوړ شوی چې د مسؤلینو په وینا لګښتيې نهدی معلوم.
د لابراتوار مسؤل انجنیر سمېع نوري چي په کاناډا او امریکا هېوادونو کې د کرنې په برخه کې زدهکړې کړي ازادي راډیو ته وویل چې کندهار یو کرنيز ولایت دي چې د کرنیزو افتونو د تشخیص دغه ډول لابراتوار ته ډېره اړتیا وه.
د دغه راپور د نور جزئیاتو د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: