د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۱۲

تر نیمو شپو د ۹۰ کلنې جاپانۍ مېرمنې بوختیا

هاماکو موري
هاماکو موري

نوي کلنه جاپانۍ تر نیمو شپو د انټرنيټ له لارې لوبې کوي.

د هاماکو موري نوم د ریکارډونو د ماتولو په کتاب کې لیکل شوی دی.

مېرمن موري هره ورځ لږ تر لږه ۳ ساعته د الکټرونیکي لوبو له لارې د وحشي خیالي مخلوقاتو په جګړې بوخته وي.

هاماکو موري فرانس پریس اژانس ته وویل: "له دې لوبو خوند اخلم او چې کله یو خیالي دښمن ځپمه داخلي خپګان او ستریس مې لرې کېږي، دا لوبه چې نن سبا یې کوم سخته ده په تېره بیا هغه چا ته چې عمر یې خوړلی وي، کله ناکله د شپې په مخه تر دوو بجو لوبه کوم."

سپین سرې موري، ویښته شاته چوټۍ کوي، عینکي یې پر سترګو ایښې وي، چې کله په یوټیوب کې خپل چاینل ته ورځي په خندا جاپاني سلام کوي، سر ټیټوي، خو کله چې لوبه پيلوي دغه نرم حالت یې بیخي ورک شي جدي شي، د عینکو تر شا یې سترګې راووځي، سره شي سپینه شي.

موري د جاپان په ختیځ کې په شیبا کې ژوند کوي دا د یوټیوب د لوبغاړو په ډله کې تر ټولو مشره ده.

د ګینیس په کتاب کې یې نوم لیکل شوی دی.

موري یو لمسی لري، کییسوکه نګاو، دی درې څلویښت کلن دی.

ده فرانس پریس اژانس ته وویل چې انا یې هره ورځ لوبې کوي او له دې امله دا له نورو عادي خلکو سره توپیر لري ځکه چې نور د دې په څېر لوبو ته نه هیجاني کېږي.

له څلویښت کلونو راهیسې موري تر دوه سوه ډوله ډيرې لوبې تجربه کړې دي.

پخوا به دې په یوازې په خپل کور کې لوبې کولې.

له ۲۰۱۴ میلادي کال راپه دې خوا یې د یوټیوب چاینل فعاله کړی دی او له نورو لوبغاړو سره یې ارتباط نیولی دی.

د دې لمسی د میاشتې درې څلور ځله د لوبو پرمهال د دې فلم خپروي چې په یوټیوب کې په سلګونو زره سبسکرایب لري او په میلیونونو کسان یې ګوري.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG