د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۹

ارمنستان کې نافذ شوی بېړنی حالت تمدید شو


ارمنیا کې پولیس خلکو ته د ماسک کارولو د سپارښتنې پر مهال.
ارمنیا کې پولیس خلکو ته د ماسک کارولو د سپارښتنې پر مهال.

د ارمنستان حکومت په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله لګول شوی بېړنی حالت د یوې بلې میاشتې لپاره تمدید کړ.

حکومت نن جمعه په یوه فوق‌العاده جلسه کې هغه بېړنی حالت چې د مارچ په نیمايي کې لګول شوی و، د جولای تر ۱۳مې تمدید کړ.

د دغه هېواد صدراعظم نیکول پاشینیان پارلمان ته وویل، په ارمنستان کې د کرونا وبا له کبله راغلی وضعیت لا هم کړکېچن دی.

د ده په وینا که څوک اعتراض نه‌لري، نافذ شوی بېړنی وضعیت به یوه بله میاشت هم دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG