د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۸

فارین پالېسي: ایا طالبان هغه کسان دي چې خبرې ورسره ممکنې وي؟


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • فارین پالېسي

د افغانستان حکومت اعلان کړی چې په بشپړ ډول له طالبانو سره خبرو اترو ته چمتووالی لري، خو ایا طالبان هغه کسان دي چې خبرې ورسره ممکنې وي؟

دا پوښتنه فارین پالېسي خپرونې مطرح کړې ده؟

د خپرونې په لیکنه په داسې حال کې چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو ته ګامونه ورنږدې کېږي، د دې ډلې په څو برخو وېشلو ښایي د بحران د هواري لپاره رامنځته شوې هیلې له خطر سره مخامخ کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد چې په دوحه او اسلام‌اباد کې یې د طالبانو له استازو او پاکستاني چارواکو سره لیدلي دي، کابل ته تللی څو د افغانانو ترمنځ د خبرو د عملي بهیر د پیلېدو لپاره د ټولو لورو ترمنځ توافق ترلاسه کړي.

فارین پالېسي لیکي، ښایي طالبان په راتلونکي کې له یوې یاغي ډلې څخه په یوې سیاسي لوبغاړي بدله شي.

خپرونې د ازادي راډیو د یوه راپور په حواله هم یو ټکی راخیستی چې ښایي د طالبانو یوه بېله شوې ډله (ولایت اسلامي) د طالبانو د لوړپوړو مشرانو په غړیتوب سره رامنځته شي.

فارین پالېسي په یوه بل مطلب کې لیکي چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د کرونا ویروس له کبله مړ شوی. طالبانو دا خبر رد کړی دی.

د خپرونې په لیکنه، د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی ملا محمد یعقوب ښایي د دې ډلې مشر شي، ځکه د طالبانو ځیني لوړپوړي مشران په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د مطلب په دوام کې راغلي چې د طالبانو کمزوري کېدل به د افغانستان د حکومت په ګټه وي، خو دومره نه چې په دې پوه نه‌شي چې له چا سره د سولې خبرې وکړي.

د افغانستان د حکومت یوه چارواکي فارین پالېسي ته ویلي چې غواړي طالبان سره یو وي ځکه د هغوی بېلې بېلي ډلې کار ستونزمنوي.

دغه چارواکي فارین پالېسي ته ویلي چې تر دوه کاله دمخه پورې د طالبانو مشرتابه د جهاد، له اشغالګرو څخه د خلاصون او مذهبي اساساتو په اړه خبرې کولې، خو اوس د ده په وینا هغوی یوازې د پیسو او قدرت په فکر کې دي.

  • ډیپلومات

ډیپلومات خپرونې بیا په افغانستان کې د کرونا ویروس پر وضعیت تبصره کړې ده چې اوس په یوه لوی بحران بدل شوی دی.

د خپرونې په لیکنه د څو لسیزو جګړو له کبله د افغانستان روغتیایي سیستم سخت زیانمن کړی دی او اوس دا هېواد د کرونا ویروس د خورېدو د څارنې وړتیا نه‌لري.

د مطلب په دوام کې راغلي، په ویروس ککړو تجهیزاتو او افرادو د ناروغو کسانو درملنې د دې هېواد وضعیت لا نور هم کړکېچن کړی دی.

ډیپلومات د تېرې اوونۍ راپور ته اشاره کړې چې په‌کې راغلي، په افغانستان کې څه باندې ۸۵۰ روغتیایي کارکوونکي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

افغانستان په مارچ میاشت کې قرنطین اعلان کړ، خو د لیکوال په خبره دا اقدام د کرونا ویروس د خورېدو د مخنیوي لپاره مؤثر نه‌و.

په دې موده کې د افغانستان ګاونډیو په موقت ډول له دې هېواد سره خپلې پولې وتړلې چې له دې سره د خوراکي موادو د کمېدو ستونزه راپورته شوه. په نتیجه کې د افغانستان په بازارونو کې د موادو بیې لوړې شوې.

ډیپلومات خپرونه د مطلب په پای کې لیکلي اوربند ته د رسېدو په برخه کې جګړو د ښکېلو خواوو ناکامي د دې سبب شوه چې په افغانستان کې کرونا ویروس ته په سمه توګه پام ونه‌شي او په نتیجه کې یې زرګونه کسان له دې ویروسه اغېزمن شول.

XS
SM
MD
LG