د تاجکستان پارلمان پرېکړه وکړه، هر چا که په بېپروایۍ بل کس په کرونا ویروس اخته کړی وي، مجرم پيژندل کېږي.
دا لایحه پرون تصویب شوه. هغه کسان چې د لومړي ځل لپاره دا تېروتنه وکړي له دوو تر پنځو کلونو پورې به زنداني شي.
هغه کسان چې کرونا ویروسیې څو ځله په بېپروایۍ نورو ته انتقال کړی دی په ۱۰ کاله بند به محکوم شي. همداراز که چا قصداً نور په کرونا ویروس اخته کړي وي ۱۰ کاله به بندي شي.
د تاجکستان د پارلمان مرستیال روشن رجبزاده ازادي راډيو ته وویل چې د دې قانون هدف د خلکو مجازات کول نهدي د دې هدف له کرونا ویروس څخه د خلکو ساتل دي.
د تاجکستان پارلمان همداراز پرېکړه وکړه، هر هغه څوک چې په عامه ځایونو کې ماسک نهلري یا اجتماعي فاصله نهرعایتوي د ۲۸ امریکایي ډالرو معادل به جریمه کېږي.
پارلمان دا پرېکړه هم کړې ده، که څوک د کرونا ویروس په اړه ناسم معلومات خپروي هغه به تر ۱۱۲ امریکایي ډالرو پورې جریمه ورکوي، البته کوم بنسټونه چې دغسې غلط معلومات خپروي هغه به تر ۱۱ زره ډالرو پورې جریمه ورکوي.
په تاجکستان کې د رسمي شمېرو له مخې ۴،۶۹۰ کسان په کرونا اخته دي او تلفاتیې ۴۸ ته رسېږي، خو اکثر په دې باور دي چې دا شمېرې سمې نهدي او ارقام لوړ دي.