د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

د کورنیو چارو وزارت خبرداری؛ کابل کې مجرمین او غله نیسو یا وژنو


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې له جنایي جرمونو سره د مبارزې هڅې زیاتې شوې دي.

دغه وزارت مجرمینو او غلو ته خبرداری ورکوي، که له جرمونو لاس په سر نه‌شي نیول کېږي یا به هم ووژل شي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۲۱» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، تېره یوه اوونۍ کې په کابل ښار کې د جنايي مجرمینو پر ضد ۱۰۳ عملیات شوي چې په پایله کې یې ۱۹۳ تنه په جنايي جرمونو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه: "موږ هېڅ یو مجرم ته چې عامه نظم ګډوډ کړي او بیا د پولیسو پر وړاندې ودرېږي، مراعت نه‌کوو. مجرمینو ته د پولیسو خبرداری دا دی چې یا دې قطعاً له جرمونو لاس په سر شي او یا به هم د پولیسو له‌خوا نیول کېږي یا هم وژل کېږي."

طارق ارین
طارق ارین

د ښاغلي ارین په خبره، د ګډو ځواکونو قومانداني چې تازه جوړه شوې ده، د غیر قانوني سلاح د لېږد د مخنیوي، د موټرو د تورو ښیښو د سپینولو او د غیر قانوني وسلو د نیولو په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري.

طارق ارین زیاتوي، له فساد سره د مبارزې او همدارنګه په کورنیو چارو وزارت کې د تشکیلاتي اصلاحاتو په برخه کې هم ښه پرمختګ شوی او په بایومټریک ډول د پولیسو د تنخواوو په ورکړې سره د پولیسو په لیکو کې د خیالي ځواک شمېر هم صفر شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار اوسېدونکي بیا ورځ تر بلې په ښار کې د وسله‌والو غلاوو او جنايي جرمونو د زیاتېدو سربېره، د پولیسو په لیکو کې د فساد موضوع د لویو ستونزو په توګه مطرح کوي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې اداري پلاوی د جرمونو په راکمولو کې د کورنیو چارو وزارت پاتې راغلی بولي او زیاتوي، اوس‌ هم په کابل ښار کې د جنايي جرمونو ګراف ډېر لوړ دی.

د ولسي جرګې دوهم منشي حجت‌الله خردمند هم وايي چې د کورنیو چارو وزارت له فساد سره د مبارزې، تشکیلاتي اصلاحاتو او همدارنګه په کابل ښار کې د جنايي جرمونو په راکمولو کې ځانګړې لاسته راوړنه نه‌لري او ناکام دی.

ولسي جرګه
ولسي جرګه

دی وايي: "بدبختانه کورنیو چارو وزارت ناکام دی. دا ډول خبري کنفرانسونه خلکو ته له هوکړې ورکولو پرته بل څه نه‌دی. موږ هره ورځ په ښار کې د جنايي جرمونو شاهد یوو. کورنیو چارو وزارت یوازې یوه بریا لري او هم دا ده چې د ښار له دننه‌یې پلټونکې پوستې لیرې کړې او بس."

له دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار امنیتي حوزو ته خبرداری ورکړی و، که چېرې یې تر کنټرول لاندې سیمو کې د موټرسايکلونو په وسيله کوم جنايي جرم وشي، د حوزې امر به‌یې له دندې ګوښه کړي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دا امر تر اوسه هم پر خپل ځای دی او د امنیتي حوزو مسؤلان باید د جنايي جرمونو د کمولو په برخه کې هېڅ ډول غفلت ونه‌کړي.

XS
SM
MD
LG