د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

واشنګټن پوسټ: د سولې په بدل کې خورا زیات امتیازونه څومره دي؟


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې په افغانستان کې د سولې لپاره د هڅو په اړه په یوه مطلب کې لیکلي افغانان چې د سولې د رسمي خبرو د پیل په درشل کې دي، پر دې غور کوي چې له طالبانو سره به کوم مسایل مني.

ورځپاڼه په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو د هڅو په ترڅ کې د تېرو څو ورځو پرمختګونو ته چې دواړه خواوې د تشدد د کمېدو خبره کوي د اشارې په ترڅ کې له کمکي اختر وروسته د درې ورځني اوربند د دوام، د حکومت او طالبانو له‌خوا د بندیانو د خوشې کولو او په کابل کې د دواړو خواوو ترمنځ د غیر رسمي خبرو د پیل یادونه کوي.

طالبان وايي د دوی هغه پلاوی چې اوس‌مهال په کابل کې دی د تخنیکي چارو د سمون دنده لري، خو ډېری څارونکي په دې باور دي چې د دې ټیم غړي په عین حال کې له افغان چارواکو سره غیر رسمي خبرې هم کوي.

افغان چارواکو ویلي دي که وضعیت په همدې ډول دوام وکړي، نو ښايي د سولې خبرې په څو اوونیو کې پیل شي.

واشنګټن پوسټ لیکي چې دې پرمختګونو اکثر افغانان په دې اړه فکر کولو ته اړ کړي دي چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په هدف طالبانو ته د خورا ډېرو امتیازونو د ورکولو په اړه بیا سوچ او له ځینو سره‌یې مخالفت وکړي.

ورځپاڼه پوښتنه کوي چې د سولې په بدل کې خورا زیات امتیازونه څومره دي؟

واشنګټن پوسټ له طالبانو سره د حکومت د مرکچي ټیم د یوه غړي خالد نور له قوله د دې سؤال ځواب لیکي. ښاغلي نور ورځپاڼې ته ویلي دي چې که د خلکو پر حقونو معامله وشي، نو په افغانستان کې د یوه استبدادي حکومت راتلل، ښايي راتلونکي نسلونه زیانمن کړي، نو ځکه د ښاغلي نور په وینا دا د ټولو لپاره یوه پېچلې مسئله ده.

  • نشنل انټرسټ

امریکایۍ خپرونې نشنل انټرسټ، د افغانستان د راتلونکي لپاره د پلان په نوم په یو تحلیلي مطلب کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو د وروسته حالت په اړه اټکلونو ته کتنه کړې ده او ليکي چې افغان حکومت د امریکا او طالبانو د سولې د موافقې له غوښتنو چې یوه‌یې له افغانستانه د امریکا او ناټو د پوځي ځواکونو وتل دي، ښه خبر دی.

خپرونه په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستانه د پخواني شوروي د پوځي ځواکونو له وتلو وروسته حالت او کورنۍ جګړې د مثال په توګه یادوي او لیکي چې د افغان چارواکو شکونو او اندېښنو ته باید په همدې چوکاټ کې وکتل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په ډاګه ویلي چې د امریکا پوځ نه‌شي کولای په افغانستان کې د یو پوځي قوت پر ځای د پولیسو دنده ترسره کړي. ښاغلي ټرمپ ویلي چې غواړي د افغانستان جګړه چې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده پای ته ورسوي.

نشنل انټرسټ لیکي، که څه هم د ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې احساساتي او لانجمنې بلل کېږي، خو له بلې خوا د امریکا د عامو خلکو او د جګړې د ګډونوالو نظریو ته هم انعکاس ورکوي.

خو نشنل انټرسټ په داسې حال کې چې طالبان د افغانستان پر پراخو سیمو ولکه لري، په افغانستان کې څه باندې ۲۰ ترورېستي ډلې فعالې دي، د حکومت د مشرانو ترمنځ سیاسي لانجې نه‌دي اوارې شوي او د کرونا وبا د خپرېدو په حال کې ده. د پنټاګون هغې پرېکړې ته چې غواړي د جولای تر نیمایي پورې په افغانستان کې د خپلو پوځي ځواکونو شمېر له ۱۲ زرو څخه ۸۶۰۰ ته راکم کړي او په پام کې لري چې د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې پورې ټول ځواکونه وباسي، اشاره کوي او لیکي چې له بده مرغه د افغانستان امنیتي حالت وېروونکی دی.

XS
SM
MD
LG