د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ چنګاښ ۱۳۹۹ کابل ۰۳:۵۲

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تمرینات پیل شول


د افغان لوبغاړو یو انځور

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي به سر له نن څخه د کابل په کرکټ لوبغالي کې د روزنې په کمپ کې برخه واخلي.

د روزنې دا کمپ، چې د افغانستان کرکټ بورډ تنظیم کړی، یوه میاشت دوام کوي.

په دې روزنیز کمپ کې، چې راتلونکو سیالیو ته د ملي لوبډلې د لوبغاړو د تیارولو په هدف جوړ شوی، د لوبغاړو پر توپ وهنه یا بیټنګ، توپ اچونه یا باولینګ او مجموعي وړتیاوو تمرکز کېږي.

په روزنیز کمپ کې به د کرونا ویروس د مخنیوي مقررات په پام کې ونیول شي.

په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د نورو فعالیتونو ترڅنګ سپورتي مسابقې هم اغېزمن شوي دي.

XS
SM
MD
LG