د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

د غزني ځینې اوسېدونکي: اداري فساد اوج ته رسېدلی


د د غزني د ښار یوه څنډه
د د غزني د ښار یوه څنډه

د غزني اوسېدونکي وايي، د دې ولایت په دولتي ادارو کې فساد خپل اوج ته رسېدلی.

دوی وايي، د دغه فساد له امله، بې ثباتي، بې باوري، د خلکو او دولت ترمنځ واټن او لرې والی رامنځته شوی دی.

مومن مبارز د غزني اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

دی د خپل یو کار د کار خلاصولو لپاره یوې دولتي ادارې تللی و، خو وايي چې د کار د خلاصون په بدل کې ورنه د پیسو یا رشوت غوښتنه شوې.

هغه وویل: "ژمی زما یو کار بند وو، یوې ادارې ته لاړو هلته یې یو مکتوب راته لیکلو، په هغه باندې یې پیسې راڅخه غوښتې، زه ورسره ټینګ شوم او ورته ومې ویل چې، که تاسو چېرته له ما د پیسو غوښتنه وکړئ، زه به له تاسو ثبت وکړم او یا به ویډیو درڅخه واخلم او دا به په رسنیو کې نشر کړم، بیا ووېرېدل او دا کار یې راته خلاص کړ، وړمه ورځ بیا هغې ادارې ته لاړم کار مې په کې بند وو، بیا یې هم داسې غوښتنه راڅخه وکړه، خو تر اوسه نه یې زما کار راته کړی او نه ما پیسې ورکړې."

د غزني ولایت یو بل اوسېدونکی چې دی بیا د خپل کار د جنجالي کېدو له وېرې د خپل نوم له اخیستلو ډډه کوي، وايي: "ولایت کې مې کار بند دی، له ما څخه دومره پیسې غواړې چې زه د هغه پیسو د پرې کولو توان نه لرم، ټولو ته معلومه ده، چې فساد او رشوت په ټولو ادارو کې اوج ته رسېدلی دی."

دا یواځې د دوه کسانو خبره نه ده، بلکې د غزني ولایت اکثره اوسېدونکي وايي چې دولتي ادارې ټولې تر ستونې په فساد کې غرقې دي.

دوی وايي، د دغه فساد له امله، بې ثباتي، بې باوري، د خلکو او دولت ترمنځ واټن او لرې والی رامنځته شوی دی او له مرکزي دولت څخه د غزني په دولتي ادارو کې د فساد، بډو او رشتونو اخیستلو د مخنیوي غوښتنه کوي.

د غزني جغتو ولسوالۍ اوسېدونکی محمد کامران الکوزی وايي: "لکه څومره چې موږ او تاسو په دې افغانستان کې دا ناخوالې وینو، جنګونه دي، بدحالۍ دی، یواځینی علت یې همدا فساد دی."

لیکوال، ژباړن او د لوی افغانستان تحریک ریس جمیل وقار هم ورته نظر لري او وايي: "په دا تېرو ۱۸ کالو کې د ناخوالو عمده علت دا دی چې په اداراتو کې فساد دی، په واضح توګه مسئول چارواکي په فساد کې ښکېل دي، که فساد ختم شي، که حکومت یو څه بامسئولیته چلند وکړي، ادارې هم خپله منظمتیا رامنځته کوي او د دې ترڅنګ د خلکو باور هم په افرادو باندې او هم په مسئولو چارواکو باندې او په ټوله کې بیا په نظام او په دولت باندې رامنځته کېږي."

که څه هم د غزني اوسېدونکې د ولایت مقام په شمول په ټولو دولتي ادارو د فساد تور لګوي، خو د غزني محلي اداره بیا د فساد له شتونه انکار کوي.

د غزني والي ویاند وحیدالله جمعه زاده ازادي راډیو ته وویل، خلک د فساد د شتون په اړه ادعاوې کوي، خو کوم ښکاره ثبوت نه لري.

هغه زیاته کړه: "که خلک په دې اړوند شواهد لري، ولایتي دروازه د ټولو پر مخ خلاصه ده، کولای شي دغه شکایت له موږ سره شریک کړي، موږ به په ډیر جدي ډول باندې د دغه فساد مخه ونیسو."

که دولتي چارواکي په دولتي ادارو کې د فساد شتون د خلکو ادعاوې ګڼي، خو د غزني ولایتي شورا غړی حسن رضا یوسفي وايي، په ټولو ادارو کې فساد موجود دی.

هغه زیاته کړه: "راشه چې د یوې رسنۍ په توګه تاسو ته مستند اسناد درکړم، د ولایت مقام له دننه نیولې تر ولایتي شورا پورې په ټولو دولتي ادارو کې فساد موجود دی، د ملي امنیت ریاست یواځې دا دنده نه ده چې سازمان شوي پلانونه شنډ کړي، بلکې دا دنده هم لری چې د اداري فساد مخه ډب کړي، په تېرو څو کلونو کې موږ د دې شاهدان نه یو چې دوی یو کس هم د اداري فساد په تور نه دی نیولی، په دغه ځای کې ډېری خلکو له ملي بودیجې څخه سوی استفاده کړې ده."

دا په داسې حال کې ده چې د غزني اوسېدونکي وايي، سیمه ییزه اداره دې په دغه ځای کې د فساد له شتون څخه انکار نه کوي، بلکې د دغه ناروا عمل مخه دې ډب کړي.

XS
SM
MD
LG