د امریکا متحده ایالاتو کې د نژادي تبعیض پر ضد له مظاهره کوونکو سره د همغږۍ په نیت په زرګونه کسان په اروپا کې لارو کوڅو ته راووتل.
په متحده ایالاتو کې د پولیسو له لوري د یوه تور پوستي له وژلو وروسته مظاهرو د اتمې ورځې په مخه ادامه پيدا کړه.
د لندن په هاید پارک کې ګڼ کسان پرون راغونډ شوي وو او د توکمپالنې پر ضد یې شعارونه ورکول.
۴۶ کلن جورج فلوید تېره اوونۍ د امریکا په مینیا پولیس ښار کې د یوه پولیس تر خشونت وروسته ساه ورکړه.
د توکم پالنې پر ضد فعالانو د لندن په هاید پارک کې د غونډې له برخهوالو غوښتي وو چې په نړۍ کې د تور پوستو د حقونو د نقضېدو په اعتراض کې سرې جامې واغوندي.
په لندن کې تر مظاهرو څو ساعته مخکې، د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې پولیسو د هغو مظاهرهچیانو پر ضد اوښکې بهوونکی ګاز استعمال کړ چې په ۲۰۱۶ کال کې د پولیسو د عملیاتو پر مهالیې د یوه وژل شوي تور پوستي د پېښې پر ضد شعارونه ورکول.
د اتلانتیک اوقیانوس هاغه لور ته په متحده ایالاتو کې د دې سربېره چې د دوشنبې په ورځ د مظاهرهچیانو له لوري له لوټ تالان وروسته ګرځبندیز لګېدلی و، په لسګونو زره کسان له نیویارکه نیولې تر لاس انجلس او په یو شمېر نورو ښارونو کې واټونو ته راوتلي وو. تر ټولو ستره مظاهره د چهارشنبې په شپه په هیوسټن کې وه، دا د جورج فلوید د زېږېدو او د مړینې ځای دی.
په پلازمېنه واشنګټن کې د دې سربېره چې زرهداره ګاډي او سرتېري په واټونو کې ځای پر ځای شوې دي د سې شنبې د ماښام خواته پولیسو د مظاهره کوونکو د خورېدو لپاره له اوښکې بهوونکي ګازه استفاده وکړه.
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر پرون وویل چې د سولهییزو مظاهرو پلوي کوي ځکه چې د ده په وینا د جورج فلوید وژل یو وحشتناک جرم دی.
ښاغلي اسپر وویل چې د اعتراض کوونکو په وړاندې د پوځ له ځای پر ځای کېدو سره مخالف دی او د ملي ګارد ځواکونه په اوسنیو شرایطو کې مناسب دي.
تر دې مخکې ولسمشر ټرمپ پر والیانو فشار راوستی و چې د ملي ګارد له ځواکونو د لوټمارو او بلوا کوونکو پر ضد کار واخلي.
په دې ترڅ کې د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسېس په متحده ایالاتو کې د ملي روغې جوړې او د شخړو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه. پاپ په واتیکان کې د جورج فلوید پر مړینه خواشیني ښکاره کړه او ویېویل ټول هغه کسان چې د نژادي تبعیض له امله وژل شوې دي هغوی ته به دعا وکړي.
د کاناډا صدراعظم جستن ترودو هم د امریکا وضعیت ته اندېښنه څرګنده کړه او له امریکایانو یې هیله وکړه چې متحد شي.
د متحده ایالاتو پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن او په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر ټرمپ احتمالي سیال کاندید د سې شنبې په ورځ وویل، که چېرته په انتخاباتو کې بریالی شي د کرکې اور ته به لمن ونهوهي او د نژادي تبعیض پر ټپونو به چې له یوه زمانه امریکا ورسره مخامخ ده، مرهم کېږدي.