د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

ټرمپ: که خلک له تشدده ډکې مظاهرې بندې نه‌کړي، پوځ به‌ د مداخلې لپاره واستوم


د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ خبرداری ورکړی چې که چېرې خلک له تشدده ډکې مظاهرې بندې نه‌کړي، پوځ به‌یې د مداخلې لپاره ورواستول شي.

ټرمپ پرون د جون په لومړۍ، پر ایالتي مشرانو غږ وکړ چې له سپارښتنې سره سم، د مظاهرو د مخنیوي لپاره په هر ایالت کې زیات شمېر د ملي ګارد ځواکونه په دندو وګوماري، که نه دی به د امریکا پوځ ورواستوي.

په امریکا کې د کورنۍ جګړې د زمان د قانون پر اساس، ولسمشر دا صلاحیت لري چې په خاصو حالتونو کې یا د جګړې د پېښېدو په صورت کې د امریکا له پوځه د قانون د حاکمیت او د وضعیت د کرارۍ لپاره کار واخلي.

خو تر دې مخکې، د امریکا پوځ د امریکا پر خاوره د طبیعي افتونو په وخت کې له خلکو سره د مرستې لپاره ګومارل شوی دی. دا کار هر وار له ایالتي چارواکو سره د مشورې او همغږۍ له مخې شوی دی.

د عدلي طب پایلې: جورج فلوید د خفه کېدو په نتيجه کې مړ شوی

د امریکا په ګڼو ښارونو کې د تاوتریخجنو لاریونونو دوام

ډونالد ټرمپ په پروني بیان کې، په واشنګټن او د امریکا په نورو ښارونو کې د یک‌شنبې د ورځې چور او تالان او له تشدده ډکې مظاهرې وغندلې.

ډونالد ټرمپ وویل چې د جورج فلوید مرګ داسې یوه لویه تراژیدي وه چې ټوله امریکا یې له قهر او غمه ډک کړه، خو ټینګار یې وکړ چې د هغه اداره به داسې مظاهرې چې په نښتو او چور او تالان تمامېږي، ونه‌زغمي.

ارشیف
ارشیف

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر د سپينې ماڼۍ په روز ګاردن کې خبریالانو ته وویل: "دا ګړۍ چې له تاسو سره خبرې کوم، زرګونه په درنو وسلو مسلح عسکر او پوځيان او د قانون د حاکمیت د ټینګولو لپاره ځانګړي ځواکونه استوم تر څو د لاریونونو، چور او تالان، بدمعاشۍ او د خلکو پر ملکیتونو د حملو او بربادۍ مخینوی وکړي."

ډونالد ټرمپ وویل چې د هغو خلکو چې له وقار او درناوي سره د جورج فلوید د مړینې پر ضد اعتراض کوي، غږ باید د تالان اچونکو په شور کې ورک نه‌شي. خو کله چې ټرمپ په روز ګاردن کې خبریالانو ته بیان ورکاوه، سل‌هاوو کسان په مخامخ پارک کې د اعتراض لپاره رایوځای شوي وو چې پولیسو یې د خورولو لپاره پر هغوی اوښکې بهوونکی ګاز وپاشل.

په واشنګټن کې د ماښام له ۷ بجو ګرځ‌بندیز اعلان شوی دی.

د امریکا په نورو ښارونو کې هم د چور د مخنیوي او د جایدادونو د تخریب د مخنیوي لپاره ګرځ‌بندیز لګول شوی دی.

په امریکا کې مظاهرې د یوه پولیس له لوري د جورج فلوید په نوم د یوه تور پوستي امریکايي تر وژل کېدو وروسته پیل شوې. هغه پولیس چې د جورج فلوید پر غاړه‌یې ځنګون ورایښی او هغه‌یې مړ کړی و، نیول شوی او د درېیمې درجې قتل تور ورباندې لګېدلی دی.

تورن ډېرېک چاوین نومېږي. هغه له پولیسو هم ایستل شوی دی.

چاوېن د مې په ۲۶مه نېټه جورج فلوید نیولی، لاسونو ته‌یې ولچکونه وراچولي، هغه‌يې پر ځمکه غورځولی او د هغه پر غاړه‌یې ځنګون ورایښی و.

دا صحنه په سیمه کې یوه ولاړ سړي په وېډیو کې ثبت کړې وه چې پر انټرنټ تر خپرېدو وروسته په ټوله نړۍ کې ډېرو خلکو ولیده.

په وېډیو کې لیدل کېدل چې ۴۶ کلن فلوید په مکرر ډول له پولیسه غوښتنه کوي چې له غاړې یې ځنګون لیرې کړي او ورته وايي چې زه ساه نه‌شم اخیستلائ، خو پولیس د هغه د خبرو پروا نه‌کوي.

فلوید تر دې پېښې وروسته په روغتون کې مړ شو.

ارشیف
ارشیف

د دې پېښې پر ضد، خلکو د امریکا له مینیاپولیس ښاره مظاهرې پېل کړې.

د امریکا د استخباراتو فدرالي اداره له ایالتي پولیسو سره په ګډه د پېښې په اړه څېړنې کوي.

د امریکا د جمهوري ریاست امیدوار، جوبایدن پرون وویل چې که‌یې ټاکنې وګټلې د خپل حکومت په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې به د سازمان شوي تبعیض د مخنیوي لپاره کار وکړي او یو ځانګړی پولیس ځواک به جوړ کړي، خو نور جزئیات‌یې ورنه‌کړل.

بایدن ډیموکرات دی. د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات د نومبر په میاشت کې دي. ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د بلې دورې لپاره کاندید دی.

XS
SM
MD
LG