د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

مسیر: سرپرستي؛ هغه ناوړه دود چې ختمېدل غواړي


ورځپاڼې
ورځپاڼې

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د سرپرستې کابینې، د افغان سولې او همدا شان د کرونا ویروس د څرنګوالي په اړه لیکنې او تبصرې کړي.

  • مسیر

د مسیر ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی "سرپرستي؛ هغه ناوړه دود چې ختمېدل غواړي."

وړاندې په سرمقاله کې راغلي ولسمشرۍ ماڼۍ په تېرو دوو ورځو کې دوه کسه د دوو وزارتونو لپاره سرپرست وزیران ټاکلي دي او په نږدې راتلونکي کې به د نورو وزارتونو لپاره هم سرپرست وزیران وګومارل شي.

میسر لیکي د وزیرانو ګومارنه او د کابینې پوره کېدل، د چارو د سمون او پر وخت ترسره کېدو لپاره خورا اړین دي، خو هغه څه چې د اندېښنې وړ دي، د سرپرستۍ د ناوړه دود دوام دی.

لیکوال پوښتنه کړې اوس هم دا اندېښنه موجوده ده چې د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ګډ حکومت هم د ملي یووالي حکومت یوه بله تابلو ده. ۵۰ سلنه کابینه د ولسمشر غني او ۵۰ سلنه به د ډاکتر عبدالله عبدالله له لوري ګومارل کېږي.

دا هغه لړۍ ده چې د هر ډول اختلاف د رامنځته کېدو وېره ډېرولی شي. ښايي د اشخاصو پر سر ناندرۍ رامنځته شي، بیا به د یو بل ملاتړي استازي د سرپرست وزیرانو لپاره ستونزې جوړې کړي او په دې توګه به د سرپرستۍ ناوړه دود لا هم روان وي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي د افغان سولې په احتمالي هوکړه کې د سیمې د هېوادونو موافقه هم باید په پام کې ونیول شي، که داسې ونه‌شي، د لیکوال په اند افغانستان سولې ته نه‌شي رسېدلی او جګړه به دوام پیدا کړي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې همدا اوس پاکستان، ایران، هندوستان، روسیه او چین چې د افغانستان په قضیه کې په یو نه یو ډول دخیل دي په خپلو کې د افغانستان په اړه ناستې لري.

د پاکستان په ګډون د دوی هر یو که په افغان سوله کې صادقانه همکاري ونه‌کړي په افغانستان او حتی په سیمه کې سوله ناممکنه ده.

د لیکوال په اند له افغانستان سربېره په افغانستان کې سوله د سیمې او نړۍ حتی د امریکا په ګټه ده او له پلان پرته یو دم له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل یوه تېروتنه ده.

  • انیس

انیس دولتي ورځپانې په خپلې سرمقاله کې لیکلي، کرونا ویروس نه‌یوازې په نړۍ کې د میلیونونو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، بلکې د نړۍ اقتصادي حرکت‌یې هم درولی چې میلیونونه کسان د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، افغانانو روغتیايي سپارښتنو ته پام ونه‌کړ او نه‌یې هم د قرنطین ټاکلې موده مراعت کړه چې دا مهال په رسمي توګه له ۱۵ زره زیات کسان په افغانستان کې په کرونا ویروس اخته شوي.

لیکوال په کابل کې د یو کس له لوري د کرونا ویروس د درملو جوړولو ادعا ته په اشارې سره وايي چې د یو غیر متخصص کس له لوري د کرونا ضد درمل استعمال به دغه ناروغۍ نوره هم پېچلې کړي.

لیکوال سپارښتنه کوي چې په اوسنیو شرایطو کې له عامې روغتیا وزارت نه تمه کېږي د داسې خپل‌سرو طبیبانو مخ دې ډب کړي، څو د خلکو ژوند له خطر سره مخ نه‌کړي.

XS
SM
MD
LG