د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

احمد جواد عثماني د افغانستان عامې روغتیا وزارت سرپرست وټاکل شو


ډاکتر احمد جواد عثماني د عامې روغتیا وزارت نوی سرپرست او نوماند وزیر
ډاکتر احمد جواد عثماني د عامې روغتیا وزارت نوی سرپرست او نوماند وزیر

د افغانستان جمهوري ریاست ډاکتر احمد جواد عثماني د عامې روغتیا وزارت نوی سرپرست او نوماند وزیر ټاکلی.

دا خبره د جمهوري ریاست د چارو ادارې له‌خوا د یکشنبې په شپه په یوه اعلامیه کې یاده کړې ده.

د عثماني د مقررۍ تر اعلان څو ساعته مخکې فېروزالدین فېروز چې شااوخوا پنځه کاله د افغانستان عامې روغتیا وزیر و د خپلې دندې د پای ته رسولو اعلان وکړ.

هغه خپل مأموریت بریالی ارزولی دی.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت کې دا بدلون داسې وخت راغلی چې کرونا ویروس د افغانستان خلک له جدي ګواښ سره مخ کړي.

د فېروزالدین فېروز د لیرې کېدو او پر ځای يې د ډاکتر عثماني د مقررۍ عوامل نه‌دي په ډاګه شوي، خو ښاغلی فېروز په افغانستان کې د کرونا ویروس له پیله د رسنیو او خلکو د توجه وړ ګرځېدلی و او ځینو خلکو دی او ټیم‌یې د کرونا ویروس سره د مبارزې په چارو کې په کم‌کاریو تورنول.

په افغانستان کې تر یکشنبې ناوخته څه باندې ۱۵ زره کسان ( ۱۵،۲۰۴) په کرونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۲۵۷ تنه مړه دي.

له دې ډلې یوازې ۱،۳۵۰ کسان بېرته ښه شوي، خو هره ورځ د څه باندې ۶۰۰ نویو قضیو راپورونه تأییدېږي.

XS
SM
MD
LG