د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۸۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي


کابل کې د افغان-جاپان روغتون لابراتوار
کابل کې د افغان-جاپان روغتون لابراتوار

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې ۶۸۰ نور کسان په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوي دي.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه ویلي چې دا شمېره د څه باندې ۱،۱۰۰ مشکوکو مواردو له معاینې وروسته ترلاسه شوې دي. په بیان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کېدو له کبله د ۸ کسانو د مړینې خبر هم ورکړل شوی دی.

له دې نویو مواردو سره په افغانستان کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو ټوله شمېره ۱۵،۲۰۵ ته او د مړینو شمېره ۲۵۷ ته لوړه شوه.

XS
SM
MD
LG