د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

د افغانستان او استرالیا کرکټ ملي لوبډلې ټېسټ لوبه کوي


افغان ملي لوبډله
افغان ملي لوبډله

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د روان کال په نومبر میاشت کې د استرالیا د ملي لوبډلې پر وړاندې ټېسټ لوبه ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې دا ټېسټ لوبه به د اسټرالیا په کوربه توب د نومبر په ۲۱مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییه رییس لطف الله ستانکزي هیله ښودلې چې تر هغې به د کرونا ناروغۍ خطر کم شي او دا لوبه به ترسره شي.

د ستانکزي په وینا دا ټېسټ لوبه به د افغانستان د کرکټ ټیم لپاره یوه ښه تجربه وي.

افغانستان تر اوسه په ټېسټ سیالیو کې له بنګله دېش، ایرلنډ، هندوستان او ویسټ انډيز سره مخ شوی دی چې له لومړیو دوه لوبډلو یې بریا خپله کړې، خو له وروستیو دوو یې بیا ماتې منلې ده.

XS
SM
MD
LG