د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

مونته‌نګرو کې څه باندې ۲ میاشتو کې د کرونا هېڅ پېښه نه‌ده ثبت شوې


ارشیف، مونته‌نګرو
ارشیف، مونته‌نګرو

د مونته‌نګرو د عامې روغتیا انسټټیوټ اعلان وکړ چې په څه باندې دوو میاشتو کې د لومړي ځل لپاره په دې هېواد کې د کرونا هېڅ مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې.

دغې ادارې پرون یکشنبه په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې په اوس وخت کې په مونته‌نګرو کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ هېڅ یوه فعاله پېښه نه‌شته. له څه باندې دوو میاشتو وروسته چې په دې هېواد کې د لومړي ځل لپاره د کرونا مثبته پېښه ثبت شوې وه، نور دا هېواد د 'کووېډ-۱۹' په ناروغۍ اخته کس نه‌لري.

د مونته‌نګرو حکومت تر اوسه رسماً نه‌ده اعلان کړې چې په دې هېواد کې د کرونا ویروس خپرېدل ختم شوي دي.

مونته‌نګرو چې شااوخوا ۶۳۰ زره نفوس لري، ټول‌ټال د کرونا ۳۲۴ مثبتې پېښې یې ثبت کړې وې او ۹ تنه هم ترې مړه شوي وو.

XS
SM
MD
LG