د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

برازیل کې د کرونا ویروس خپرېدل په بې‌سارې توګه چټک شوی


برازیل کې په کرونا ویروس د اخته ناروغانو ځانګړی روغتون
برازیل کې په کرونا ویروس د اخته ناروغانو ځانګړی روغتون

په برازیل کې د کرونا ویروس خپرېدل په بې‌سارې توګه چټک شوی او دا هېواد دا مهال پر دې ویروس د اخته کسانو د شمېر له پلوه له روسیې مخکې شوی دی.

بل‌خوا نړیوال روغتیايي سازمان جنوبي امریکا د کرونا ویروس د خپرېدو نوی مرکز بللی دی.

برازیل تر اوسه پورې په کرونا ویروس د اخته کېدو شااوخوا ۳۳۱ زره پېښې تأیید کړې دي. همدارنګه په دې هېواد کې تر ۲۱ زرو زیات کسان په دې ویروس مړه شوي دي.

متخصصان باور لري چې ښايي برازیل کې په کرونا د اخته او مړو کسانو شمېر تر دې لوړ وي.

برازیل دا مهال د کرونا د پېښو د شمېر له پلوه په نړۍ کې تر امریکا وروسته دوهم هېواد دی او په دې هېواد کې پر دې ویروس د مړینو ورځنی شمېر له څو ورځو راهیسې له ۱،۰۰۰ تنو پورته دی.

بل‌خوا په مکسیکو کې د جمعې په ورځ په یوه ورځ په کرونا تر ټولو زیاتې ۴۷۹ مړینې ثبت شوې دي. دې هېواد کې همدارنګه پرون د څه کم درې زرو نویو پېښو راپور هم ورکړل شوی.

په امریکا کې په کرونا د اخته کسانو شمېر یو میلیون او شپږ لکو ته رسېدلی او نږدې ۹۶ زره کسان ترې تر اوسه مړه شوي دي. روسیې تر اوسه د کرونا ویروس نږدې ۳۲۷ زره مثبتې پېښې ثبت کړي چې په‌کې د ۳،۲۰۰ کسانو مړینه تأیید شوې ده.

XS
SM
MD
LG