د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

کرونا ویروس ډېری موبایل کاروونکي له ستونزو سره مخ کړي


ارشیف، د ماسک درلودو پر مهال له موبایل کارول
ارشیف، د ماسک درلودو پر مهال له موبایل کارول

د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله هغه کسان چې موبایلونه‌یې فیشیال ایډي یا مخ پېژندونکی نرمکالی لري او له دې لارې یې مبایل خلاصېږي له ستونزو سره مخامخ شوي.

دوی وایي ماسک د دې سبب کېږي چې موبایل د خپل خاوند څېره ونه‌پېژني.

اپل یوه له هغو لومړنیو کمپنیو ده چې د فیشیال ایډي یا مخ پېژندونکي نرمکالی سیستم‌یې په ایفون موبایلونو کې کارولې ده.

دې کمپنۍ ویلي چې د ایفون لرونکو کسانو په تازه ستونزې پوهېږي او حل لار یې ورته لټولې ده.

اپل وړاندیز کړی چې د ایفون کاروونکي دې په خپلو مبایلونو کې 'ای او اس ۱۳' ټکی پنځه بېټا اپډېټ (iOS 13.5 beta 3 code) ډاونلوډ کړي چې ورسره به اجازه ولري د اوس لپاره د فیشیال ایډي پر ځای پسورډ وکاروي.

XS
SM
MD
LG