د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۲

نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر له ۵ میلیونو واوښت

ارشیف
ارشیف

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر له پنځه میلیونو واوښت.

دا شمېر د نن دی او لا مخ پورته روان دی.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د نننیو شمېرو له مخې له څه باندې پنځه میلیونو کسانو چې په کرونا ویروس اخته دي څه باندې دوه میلیونه بېرته ښه شوي هم دي.

د هغو چې بیا د دې ویروس له امله مړه شوي شمېر نږدې درې لکه او ۳۰ زرو ته رسېږي.

امریکا په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته او مړو ډېر لوړ شمېر لري.

هلته څه باندې یو نیم میلیون کسان کرونا نیولي او له ډلې یې ۹۳ زره تنه مړه شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس د دوهمې څپې د راتلو ګواښ هم کړی که چېرته د دغه سازمان په خبره د نړۍ بېلابېل هېوادونه د محدودیتونو په کمولو کې په چټکۍ او بې‌کنټروله ګامونه پورته کړي.

دا سازمان خلکو ته سپارښتنه کوي چې ټولنیز واټن رعایت، طبي سپارښتنې چې د ماسکونو کارول، د لاسونو وینځل او د قرنطین رعایت دی، ومني.

XS
SM
MD
LG