د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۵

کرونا د پاکستان پارلمان یو غړی او د بلوچستان پخوانی ګورنر مړه کړل


د کرونا ویروس ټسټ ټیوب
د کرونا ویروس ټسټ ټیوب

د پاکستان د پنجاب ولایتي پارلمان یو غړی او د بلوچستان یو پخوانی ګورنر د کرونا ناروغۍ له کبله مړه شول.

د پارلمان غړي شاهین رضا ۶۰ کاله عمر درلود او دا د قانون جوړونکو له ډلې لومړنی پاکستانی دی چې د کرونا له کبله مړ کېږي.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي او صدراعظم عمران خان د نوموړي کورنۍ ته د تسلیت پیغامونه لېږلي دي.

د بلوچستان پخواني ګورنر سید فاضل اغا بیا د کراچۍ په یوه روغتون کې د کرونا له کبله ساه ورکړه.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي، پاکستان کې نږدې ۴۶ زره کسان کرونا نیولي او له دې ډلې ۹۸۵ تنه مړه شوي دي.

پاکستان کې د اختر له رارسېدو سره سم بندیزونه نرم شوي او خلک بازارونو کې ازاد تګ راتګ کوي.

XS
SM
MD
LG