د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

سویلي کوریا ښوونځیو ته د زده کونکو د ورتګ اجازه ورکړه


په ښوونځیو کې به زده کونکي ماسکونه اغوندي، خپل میزونه او چوکۍ به پاکوي او زده کونکي به په خپلو کې یو متر واټن ساتي.
په ښوونځیو کې به زده کونکي ماسکونه اغوندي، خپل میزونه او چوکۍ به پاکوي او زده کونکي به په خپلو کې یو متر واټن ساتي.

په سویلي کوریا کې له نن څخه زده کونکي ښوونځیو ته د تګ اجازه لري.

په سویلي کوریا کې تر دوو میاشتو زیات وخت وشو چې ښوونځي د کرونا ویروس د وبا د خپرېدو له کبله ښوونځي تړل شوي وو.

خو په ښوونځیو کې به زده کونکي ماسکونه اغوندي، خپل میزونه او چوکۍ به پاکوي او زده کونکي به په خپلو کې یو متر واټن ساتي.

که څه هم زده کونکو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړ شوې خو په ښوونځي کې به د زده کونکو د تبې درجه کتل کېږي او که چېرې معلومه شي چې څوک تبه لري، د انټرنېټ له لارې یا انلاین به زده کړې کوي.

سره له دې چې په سویلي کرویا کې وضعیت د ښه کېدو په حال کې بلل شوی، مثبتې پېښې صفر ته نه دی رسېدلې.

د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون د مې په ۱۹مه نېټه وویل چې په دې ورځ هم په سویلي کوریا کې ۳۲ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

له دې سره په سویلي کوریا کې ټولې مثبتې پېښې ۱۱ زره او ۱۱۰ ته رسېدلې دي.

کرونا ویروس د ډېسېمبر په میاشت کې په مرکزي چین کې پيدا او بیا ټولې نړۍ ته خپور شو.

سویلي کوریا تر چین وروسته دوهم هېواد و چې کرونا ویروس زیات خپور شوی وو.

په چین کې پرون چې د مې د میاشتې ۱۹مه وه، هېڅ تازه پېښه نه ده ثبت شوې او یوازې ۸۷ تنه په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د چین د روغتیایي چارواکو په وینا، په دې هېواد کې نږدې دري اتیا زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي وو او۴۶۳۴ تنه مړه شوي دي.

پر چین سخت انتقادونه له دې کبله کېږي چې د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه او ځای په اړه یې کره معلومات نه دي خپاره کړي.

امریکا په ځانګړي ډول په دې برخه کې جدي انتقادونه لري.

متحد ایالات له دې وبا سره د مبارزې په تړاو د روغتیا پر نړیوال سازمان سازمان هم سختې نیوکې کړې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان پرون موافقه وکړه چې د کرونا د وبا پر ضد د مبارزې په اړه چې د خپل فعالیت څرنګوالی به یې هم په کې شاملېږي، خپلواکه، بې پرې او هر اړخیزه څېړنه وشي.

په نوره نړۍ کې، د کرونا ویروس د وبا له کبله په برازیل کې اندېښنې د زیاتېدو په حال کې دي.

د مې په ۱۹مه نېټه په دې هېواد کې ۱۱۹۷ مړینې ثبت شوې وې.

په برازیل کې چې تر ۲۱۰ میلیونه زیات نفوس لري، نږدې اتلس زره کسان د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي.

برازیل وړمه ورځ تر بریتانیا مخکې شو او د نړۍ دریم هېواد شو چې زیاتې مثبتې پېښې یې ثبت کړې دي.

په دې ټوله موده کې ، په برازیل کې د دوه لکه او اویا زره کسانو د اخته کېدو خبر د روغتیايي چارواکو له خوا تائید شوی دی.

د برازیل پر ولسمشر سخت انتقادونه له دې کبله کېږي چې په وخت یې د کرونا ویروس دخپرېدو د مخنیوی لپاره د خلکو پر حرکت او ټولنیزفعالیت بندیزونه ونه لګول.

د برازیل ولسمشر د امریکا د ولسمشر له کلکو ملاتړو دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د برازیل ولسمشر جایر بولسونارو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د برازیل ولسمشر جایر بولسونارو

هغه ویلي چې نن به په دې اړه چې د ملاریا دوا، هایدروکسی کلوروکوین د کرونا ویروس د له منځه وړلولپاره اغېز کوي، نوی لارښوود خپور کړي.

تر دې وړاندې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د ملاریا دوا په احتیاطي دول خوري ترڅو په کرونا ویروس د اخته کېدو خطر د ځان لپاره کم کړي.

خو ډاکترانو اندېښنه څرګنده کړې چې ښايي دا بیان په خلکو کې د ملاریا د دوا په اړه ناسم فکر رامنځته کړي ځکه تراوسه داسې کره شواهد نشته چې ثابته کړي چې دا دوا د کرونا ویروس پر ضد اغېز لري.

اوس، په نړۍ کې تر برازیل مخکې امریکا او روسیه دي چې ډېر انسانان د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

په امریکا کې د مرضونو د کنټرول مرکز پروند امریکا د ځمکنیو سرحدونو له لارې هغه هېواد ته پر سفر محدودیتونه تمدید کړل.

XS
SM
MD
LG