په هرات کې تر ۲۰۰ زیاتو ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو اعتراض کړی دی.
دوی پرون وویل، له دې سره چې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې پر مهال له خطر سره مخامخ دي، درې میاشتې کېږي چې معاشیې نهدی ورکړل شوی.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې د هرات روغتون د عاجلې پاملرنې د برخې ډاکتر عبدالرؤف رحیمي ویلي: "له حکومته تمه لري چې معاشیې پر وخت ورکړي."
د افغانستان د روغتیا وزارت مرستیال ویاند احمد توحید شکوهمند د هرات ولایت د ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو په معاش کې ځنډ تأييد کړی، خو د دې لاملیې نهدی ویلی.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې شکوهمند زیاته کړې چې دغې ستونزې ته د رسېدو لپاره کار پيل شوی دی.
هرات له هغو ولایتونو دی چې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر پهکې زیات دی.
تر سې شنبې پورې په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۷۶۵۰ راپور شوی.