د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

هشت صبح: د تاوتریخوالي زیاتوالی د ستونزې حل نه‌دی!


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو تر ډېره په هېواد کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو او له وسله‌والو طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د مصالحې عالي شورا په جوړېدو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هشت صبح

د هشت صبح ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، "د تاوتریخوالي زیاتوالی د ستونزې حل نه‌دی!" وړاندې ټینګار شوی چې وسله‌وال طالبان باید د حکومت له لوري د سولې لپاره د مصالحې شورا جوړول په نېک فال ونیسي او د جګړې په ډګر کې د خپلو ګټو د لټولو پر ځای خپل مذاکراتي ټیم پیاوړی کړي او سولې ته غاړه کېږدي.

وړاندې راغلي، که څه هم وسله‌والو طالبانو د وروستیو حملو مسؤلیت نه‌دی منلی او نه‌يې هم خپل پسرلني عملیات اعلان کړي، خو سرمقاله لیکونکي د دولتي سرچینو له قوله لیکلي چې په دې وروستیو ورځو کې د وسله‌والو طالبانو حملې زیاتې شوي او له امله‌یې په ډېر شمېر افغان سرتېري او ملکیان وژل شوي دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، له دې داسې څرګندېږي چې د وسله‌والو طالبانو پلمه د بندیانو ازادېدو ته ده او له دې لارې غواړي چې افغان حکومت او نړیوالو باندې فشارونه لا زیات کړي.

هشت صبح لیکلي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره افغان حکومت د سولې لپاره نوې هلې ځلې پیل کړي او له وسله‌والو طالبانو سره د سولې لپاره د مصالحې شورا يې هم رامنځته کړه څو د سولې خبرې مدیریت کړي.

  • هېواد

هیواد ورځپاڼه لیکي، د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي تړون له لاسلیکه په ملي او نړیواله کچه تود هرکلی وشو.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا تړون په داسې حال کې وشو چې که له يو خوا په افغانستان کې د تپل شوې جګړې ترڅنګ فقر، بې‌کاري او کرونا ویروس دغه هېواد ګواښلو، د سیاسی مخالفت ستونزه پرې بله زياتونه وه.

وړاندې راغلي، په هېواد کې روانو ستونزو ته په کتو ملت د دې هوکړې هرکلی کړی او سربېره پر دې، امریکا، نړیوالو معتبره سازمانونو او سیمه‌ییزو هېوادونو هم دغه توافق ستایلی او هیله‌یې ښوولې چې پر مټ‌یې بین‌الافغاني خبرې پیل او حکومتوالي غښتلې شي!

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله داسې پیل کړې، نوی سیاسي جوړجاړی پر ښه فرصت بدلېدای شي.

وړاندې راغلي، دواړه لوري باید دغه جوړجاړی یو فرصت وبولي ځکه په باور یې هېواد او نړۍ په یوه خطرناک حالت کې ده او په افغانستان کې پر کرونا سربېره د جکړې دوام او د فقر د کچې لوړوالی هره شېبه ولس له نویو غمیزو سره مخ کولای شي.

په سرمقاله کې ټینګار شوی چې سوله مو د ولس لپاره د ژوند په معنی ده، که غني او عبدالله د سولې پروسه صادقانه ګړندۍ نه‌کړي او ولس له دې پردۍ جګړې نه راونه‌باسي دغه سیاسي جوړجاړی به‌یې د واک وېش او د کرسیو او امتیاز د ونډو کچې ته راتیټ شي او ولس به له دواړو مخ واړوي.

XS
SM
MD
LG