د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

هېواد: د چارو د سمون او تل پاتې سولې لپاره سیاسی هوکړه!


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو تر ډېره د غني او عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړې باندې لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې خپله سرمقاله داسې پیل کړې، د غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې په لاسلیک سره، لاهم څو اساسي ستونزې پر ځای پاتې دي؛

لومړی دا چې د غني او عبدالله په هوکړه کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې هم تأیید شوې او هم رد شوې، یعنې په دې معنی چې په صراحت د هغو د پایلو په باب څه نه‌دي ویل شوي چې د دې هوکړې پر بنسټ د حکومت پر چوکاټ د عبدالله ورشریکېدل په دې معنی دي چې غني یې د ولسمشر په توګه منلی او د انتخاباتو پایله مشروعیت لري.

خو سرمقاله لیکونکي ټینګار کړی، که د توافق له مخې له خپل انتخاباتي ټکټ پرته چې ولسمشر غني خپل سیاسي سیال ته د دوهم مقام پروتوکول مني دا په خپله د ولسمشرۍ د انتخاباتو د پایلو د نه‌منلو په معنی ده او د عبدالله لوری به د پخوا په څېر د لانجو پر مهال دا استدلال خامخا کوي چې د اشرف غني حکومت د یوه سیاسي تفاهم زېږنده دی.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، تر دې وروسته که اشرف غني د قانوني ولسمشر په توګه د سولې مخالفت کوي دا طبیعي ده چې عبدالله به د سولې په پروسه کې د غني پر خلاف ډېر فعال شي او که د بهرنیانو ملاتړ ورسره وي بیا به د تېر دوه سره حکومت وضعیت تکرار شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دلته بیا د لوبې ډګر بشپړ بهرنیانو ته پاتې دی، دوی که په افغانستان کې بحران او جګړې ته دوام ورکوي د ډاکترانو ترمنځ به جنګ مغلوبه تود وساتي ملي مسایل به پر ځای پاتې وي او یاران به په خپلو کې د کوچنیو امتیازاتو پر سر سره لاس او ګرېوان وي او نور ولس به د طالب، داعش او حکومت او بهرنیانو د جګړو په اور کې سوځېږي.

  • هېواد

هیواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، "د چارو د سمون او تل‌پاتې سولې لپاره سیاسی هوکړه!"

وړاندې راغلي، دا سیاسی هوکړه له څه باندې دوه میاشتني جنجال وروسته د سیاسیونو او جهادي مشرانو په منځګړیتوب او د نړیوالې ټولنې په بیا بیا تأکید سره شوې ده.

دغه دولتي ورځپاڼه لیکي، که څه هم یو شمېر کسانو دا ځل له ولسمشر غني څخه د هېڅ ډول معاملې تمه نه‌کوله، خو دا معامله که څه هم قانوني ستونزې لري، مګر نن د مهمې اړتیا له مخې شوې ده، ځکه هېواد په سخت حالت کې دی او دښمنې کړۍ د امنیتي او نورو ستونزو ترڅنګ د سیاسی کړکېچ لپاره هم په ټول وس هلې ځلې کولې.

په سرمقاله کې راغلي، د دې معاملې په هوکړه کې د سولې لپاره د مصالحې عالي شورا رامنځته شوې ده، که څه هم دا په اساسي قانون کې نه‌شته، خو له طالبانو سره د سولې مسئله ډېره مهمه ده او دغه اهمیت ته په کتو سره غوره اقدام دی.

د سرمقاله لیکونکي په باور دا که هر څه وي، له سیاسي هغه بحران څخه غوره اقدام دی چې په پلازمېنه کې دې په څو مترۍ کې دوه ولسمشران وی.

په سرمقاله کې ټینګار شوی، دلته داسې سیاسي هوکړه نه‌ده شوې چې د ولس ارادې په‌کې تر پښو لاندې شي، ولسمشر چې د رایو پر بنسټ ټاکل شوی، خپله ولسمشر دی او تر ټولو غوره دا بلل شوې چې په اوسني حالت کې یو واحد حکومت د سولې راوستو او د جګړې د ختمولو لپاره تصمیم ونیسي او دا چارې به په پوره صداقت او ټول زور په مخ یوسي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا د غني او عبدالله راتلونکي پنځه کلن حکومت ته کتنه کړې.

وړاندې راغلي، که چېرې د غني او عبدالله حکومت راتلونکې پنځه کلنه دوره کې هم د تېر ملي وحدت حکومت په څېر د څوکیو او مقرریو په سر لانجه موجوده وي، نو د دې حکومت برخلیک بیا سر له اوسه روښانه دی.

سرمقاله لیکونکي ټینګار کړی چې دغه سیاسي مشران باید د خلکو رایو ته درناوی وکړي کنه په وینا یې د خلکو له خوښې او ملاتړ پرته به د سیاسي هوکړې عملي کول ممکنه نه‌وي.

XS
SM
MD
LG