د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶
غزني ښار کې د موټر بم حملې له سیمې پورته شوی دود
غزني ښار کې د موټر بم حملې له سیمې پورته شوی دود

غزني کې موټر بم حملې ۹ تنه وژلي او ۲۰ نور ټپیان دي

د وسله‌والو طالبانو ډله ادعا کوي چې په دغې حمله کې د استخباراتو د ځانګړې '۰۶' قطعې او '۷۰۳' کنډک ګډ مرکز یې هدف ګرځولی او لسګونه کسانو ته‌یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي نن سهار د غزني ښار د اسلامي ثقافت په مرکز کې موټر بم حمله شوې ده.

د دغه وزارت وياند طارق ارين زياتوي: "له بده مرغه ترورېستانو دا ځل د غزني ښار د اسلامي ثقافت په مرکز کې موټر بم حمله کړې. کورنیو چارو وزارت پېښه تأييدوي. د پېښې نور جزئیات وروسته وړاندې کېږي."

ښاغلي ارین د دغې حملې د هدف په اړه معلومات جزئیات ورنه‌کړل.

وسله‌والو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت منلی او د افغان حکومت له لوري د جګړې د اعلان او د دوی په وینا په مختلفو ولایاتو کې په ملکي خلکو د بریدونو ځواب‌یې بللی دی.

دغه ډله ادعا کوي چې په دغې حمله کې د استخباراتو د ځانګړې '۰۶' قطعې او '۷۰۳' کنډک ګډ مرکز یې هدف ګرځولی او لسګونه کسانو ته‌یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

امنیتي چارواکي د مرګ‌ژوبلې په اړه د طالبان ادعا ردوي.

۱۰:۰۸ ۲۹.۲.۱۳۹۹

نن سهار د غزني ښار ثقافت په نوم ماڼۍ ته څېرمه موټر بم حمله وشوه.

د غزني د ملکي روغتون رئيس باز محمد همت ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه له دغې پېښې ۷ مړي او ۴۲ ټپيان روغتون ته ورلېږدول شوي دي.

ښاغلی همت وايي چې د دغې پېښې ټول قربانيان نظاميان دي.

تر اوسه په غزني کې امنيتي چارواکو په دې اړه څه نه‌دي ويلي.

د دغې پېښې مسؤلیت طالبانو منلی دی.

۱۳:۰۹ ۲۹.۲.۱۳۹۹

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د غزني د اسلامي ثقافت پر مرکز د وسله‌والو طالبانو په حمله کې ۹ تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وايي: "له بده مرغه ترورېستو طالبانو د روژې په میاشت کې د خپلو جنایتونو په دوام نن سهار، د غزني د اسلامي ثقافت پر مرکز موټر بم حمله وکړه چې په پایله کې یې ۹ تنه شهید او ۲۰ تنه نور ټپيان شول."

ښاغلی ارین زیاتوي: "طالبانو د روژې میاشتې له پیل تر اوسه پر روغتون، جنازې مراسمو، عامه تأسیساتو او ملکي سیمو څو انتحاري او ترورېستي حملې ترسره او لسګونه هېوادوال یې هدف ګرځولي دي. د طالبانو دغه ناوړه عمل محکوم او د ټولو اسلامي، انساني ارزښتونو او جنګي قوانینو خلاف دی."

وسله‌والو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت منلی دی.

۱۶:۳۱ ۲۹.۲.۱۳۹۹

د غزني د والي ویاند وحید الله جمعه زاده ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې ۷ تنه وژل شوي او ۴۰ ټپیان دي.

هغه زیاته کړه: "د ملي امنیت په ځانګړي ۲۰۳ قطعې باندي وسله والو مخالفینو د هاموې موټر په وسیله برید کړی چې زموږ ۷ تنه افسران وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي، په ټپیانو کې د ۸ تنو وضعیت د اندېښنې وړ وو چې کابل ته انتقال شوي دي."

هاخوا بیا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین رسنیو ته ویلي چې په دې پيښه کې ۹ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د دغې پېښې مسؤلیت طالبانو منلی دی.

په همدې حال کې د افغانستان امنیتي سکټور وایي، طالبانو په نوې بڼه له نړیوالو ترهګریزو ډلو سره خپلې اړیکې غځولي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر، ملي امنیت سرپرست او د مسلحه قواوو لوی درستیز نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې طالبانو نه یوازې له امریکا سره په هوکړه عمل نه دی کړی بلکې خپلې حملې یې هم زیاتې کړي دي.

خو طالبان بیا وایي، وړاندې یې د جګړې کچه راټيټه کړې وه خو د افغان حکومت له لوري د یرغلیزو حالت په اعلان سره یې جګړې ته شدت ورکړی دی.

ولسمشر غني دا فرمان تېره سه شنبه پر طالبانو او نورو وسله والو ډلو د تهاجمي بریدونو د پیل فرمان ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG