د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

ملي ارمان: د وسله‌والو طالبانو افکار او مذهب وېره او وحشت خپرول دي


کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د زلمي خلیل‌زاد وروستیو څرګندونو او د طالب او داعش په اړیکو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په دې پوښتنې سره خپله سرمقاله پیل کړې، "خلیل‌زاد د سولې سفیر که د ترورېستانو ویاند!"​

وړاندې راغلي، دا چې د وسله‌والو طالبانو افکار او مذهب وېره او وحشت خپرول دي، نه‌یوازې افغانان د دې ډلې قرباني دي، بلکې نړیوال هم طالبان د ترورېست په نوم پېژني او باور لري او نه‌شي کولای چې له دې واقعیت څخه سترګې پټې کړي. ​

خو د سرمقاله لیکونکي په وینا، دا چې اوس د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وایي د کابل د دشت برچي پر روغتون خونړۍ حمله د طالبانو کار نه‌دی دا د تعجب وړ خبره ده.​

ملي ارمان ورځپاڼې همدارنګه لیکلي، ټولو ته جوته ده چې په کومو سیمو کې طالبانو حضور درلود اوس داعشیان هم په هغو ځایونو کې حضور لري، خو په وینا یې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته لیدل کېږي چې د خلیل‌زاد تر ډېره ټینګار دا دی چې د کابل په وروستۍ حمله کې د طالبانو لاس لرل رد کړي.​

د سرمقاله لیکونکي په وینا، طالبان تر هغه مهاله امریکا ته ترورېستي ډله وه چې د امریکا ګټې په خطر کې وي، خو په وینا یې له دې هوکړې وروسته نور طالب امریکا ته ترورېست نه‌دي.​

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، له کله نه چې له طالبانو سره د سولې اړتیا پېښه شوې، نو لومړی افغان حکومت او بیا امریکا او نړیوالې ټولنې هڅه کړې چې دا ډله له ترهګرۍ رابېله کړي او پر سیاسي بهیر بدله شي او امریکا هم په دې بهیر کې نیت لري چې د ترهګرۍ ضد مبارزه د طالبانو پر مټ وکړي.

خو د سرمقاله لیکونکي په باور، لویه ستونزه دا ده چې طالبان له ترهګرۍ جلا کېدای نه‌شي ځکه په باور یې چې پاکستان او نورو د ترهګرو ډلو تمویلولو ته لا زور ورکړی، یعنې دا ډلې یوازې د کوم تصمیم نیولو واک او اختیار نه‌لري او په وینا یې که کوم طالب مشر یا قوماندان په خپلواکه کچه داسې هوډ وکړي، په مرموزه توګه وژل کېږي.​

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، د دوهمې او درېیمې درجې په شمول ټول طالب مشران باید د پاکستان د امر تابع وي، که هغوی د افغان حکومت سره د سولې هوډ هم کړی، وژل شوي، شکنجه شوي او د پنجابي زندان تورو تمبو ته اچول شوي چې د سرمقاله لیکونکي په باور همدا وجه ده چې طالبان له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره یوځای په افغانستان کې بریدونه کوي!​

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا د افغانستان د سولې بهیر ته کتنه کړې ده.​

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې د سولې بهیر بن بست سره مخ شوی، خو په وینا یې له پوځي لارې د افغان حکومت او طالب بریا نا ممکنه او ښه به دا وي چې د سولې د خبرو اترو دروازه پرانیستې وساتل شي.​

په سرمقاله کې راغلي، افغانستان د دې جګړې د ګټلو لپاره نه‌یوازې کافي تجهیزات نه‌لري، بلکې له فساد او ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ دی او له بلې خوا له طالبانو د امریکا تعریف روان وضعیت له یو نامعلوم برخلیک سره مخ کړی.​

XS
SM
MD
LG