د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

جرمني کې سلګونه کسانو د لګول شويو بندیزونو ضد اعتراض وکړ


جرمني کې د دولت له‌خوا لګول شویو بندیزونو په وړاندې اعتراض
جرمني کې د دولت له‌خوا لګول شویو بندیزونو په وړاندې اعتراض

په جرمني کې د دوهم ځل لپاره سلګونه کسان سره راټول او د دولت له‌خوا د لګول شویو بندیزونو په وړاندې یې اعتراض وکړ.

جرمني دغه بندیزونه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره لګولي.

په جرمني کې د کرونا ویروس له کبله د مړینې کچه د دغه هېواد د ګاونډیو پرتله کمه ده او یوه اندازه محدودیتونه هم نرم شوي دي.

له دې سره سره پرون شنبه په پلازمېنه برلین کې سلګونه کسانو مظاهره وکړه او د بندیزونو لیرې کول‌یې غوښتل.

نږدې زر پولیس ګمارل شوي و چې مظاهره‌چیان وڅاري چې د ټولنیز واټن اصول مراعات کړي.

د جرمني په جنوبي ښار مونشن کې هم ۱۰ زره کسانو د مظاهرې هوډ کړی و، خو د واټن د مراعات لپاره یوازې زرو هغو ته د مظاهرې اجازه ورکول شوه.

XS
SM
MD
LG