د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶
د پکتیا حمله
د پکتیا حمله

پکتیا کې موټر بم حملې ۴ تنه وژلي او ۲۴ نور ټپیان دي

وسله‌والو طالبانو د دغې مسؤلیت منلی دی. مخکې له دې د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویلي "برید د لشکر طیبې او حقاني شبکې له لوري ترسره شوی او د کابل د دشت برچي او ننګرهار د بریدونو د لړۍ بل برید دی."

د پکتیا مرکز ګردېز کې د نن سهار موټر بم چاودنې لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي "نن سهار د پکتیا مرکز ګردېز ښار کې نظامي محکمې او مستوفیت ته څېرمه د موټر بم چاودنې لسګونه ښاریانو ته مرګ‌ژوبله اړولې. دا هغه سیمه ده چې د ملکي خلکو ګڼه ګوڼه په‌کې زیاته وي."

وسله‌والو طالبانو د دغې مسؤلیت منلی دی.

مخکې له دې د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویلي "برید د لشکر طیبې او حقاني شبکې له لوري ترسره شوی او د کابل د دشت برچي او ننګرهار د بریدونو د لړۍ بل برید دی."

وسله‌والو کسانو د سې شنبې په ورځ د کابل ښار دشت برچي سیمه کې پر یوه نسايي ولادي روغتون حمله وکړه.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي په دغې حمله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴ تنو ته زیات شوی او ۱۶ تنه نور ټپیان دي.

په همدې ورځ په ننګرهار کې په یوه ځانمرګي برید کې چې د یوه سیمه‌ییز پولیس د جنازې پر مهال وشو، تر ۴۰ ډېر کسان ووژل شول او شااوخوا ۹۰ تنه ټپیان شول.

سره له دې چې طالبانو په دې بریدونو کې لاس لرل رد کړل، خو ارګ طالبان او داعش د دې بریدونو مسؤل وبلل.

۱۶:۴۴ ۲۵.۲.۱۳۹۹

د پنجشنبې سهار، د پکتیا د مرکز ګردېز اوسېدونکو د یوې درنې چاودنې په اورېدو پیل کړ.

دغې موټر بم چاودنې ۴ تنه وژلي او ۲۴ نور یې ټپیان کړي دي.

پېښه د سهار ۰۸:۲۰ دقیقې د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د پکتیا مستوفیت او د ملي اردو د تأسیساتو د ودانۍ ترمنځ وشوه، چېرته چې د ملکي وګړو ګڼه ګوڼه زیاته وي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۲۵» ازادي راډيو ته وویل چې په دې چاودنه کې یو سرتېری او ۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي او د ۵ سرتېرو سربېره ۱۹ تنه عام وګړي ټپیان شوي دي.

ښاغلی حسرت زیاتوي: "۲۸ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې څلور تنه وژل شوي، یو تن‌یې د پوځ سرتېری دی او درې عام وګړي دي همدا شان په دې چاودنه کې ۲۴ تنه ټپیان شوي دي چې ۱۹ ملکي وګړي او ۵ تنه د پوځ سرتېري دي."

ګردېز کې د نن ورځې موټر بم حملې سیمه
ګردېز کې د نن ورځې موټر بم حملې سیمه

خو د پکتیا د حوزوي روغتون مسؤلین بیا وایي چې د نن پېښې له ځایه ورته د یوه سرتېري جسد او ۳۲ ټپیان وروړل شوي چې ۹ کسان په‌کې نظامي او ۲۳ تنه نور ملکي وګړي دي.

د ملکي روغتون سرطبیب ډاکتر محمد اصیل ازادي راډیو ته وویل: "ټول ۳۲ ټپیان موږ ته راوړل شوي دي. یو نظامي دی چې هغه شهید دی او په ټپیانو کې ۹ نظامیان او پاتې ملکيان دي."

په سوېل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر مسؤل ایمل مومند ازادي راډيو ته وویل، یوه برید کوونکي چې غوښتل‌یې له چاودېدونکو توکو ‌‌‌‌‌‌ډک د «مازدا» موټر په وسیله د ملي اردو د تأسیساتو د ساتنې ودانۍ په نښه کړي، موخې ته له رسېدو وړاندې افغان سرتېرو پېژندلی او د تأسیساتو له دېوال سره‌یې چاودنه کړې.

د پېښې ټپیان او عیني شاهدان وایي، چاودنه دومره زوروه چې غږ یې په ډېرو لیرې ځایونو کې اورېدل شوی او د پېښې ځای ته په نږدې شاوخوا سیمو کې یې د ګڼو کورونو او دفترونو ښیښې ماتې کړي.

روغتیايي چارواکي وايي چې یو مړی او ۳۲ ټپيان حوزوي روغتون ته وروړل شوي دي.
روغتیايي چارواکي وايي چې یو مړی او ۳۲ ټپيان حوزوي روغتون ته وروړل شوي دي.

د پېښې یو څو عیني شاهدانو ازادي راډيو ته وویل: "ډېره درنه چاودنه وه، موږ د خوب پر مهال و، اطاقونو کې ویده و، یوه ناڅاپي پېښه وشوه، درز شو، بس په ځان پوه نه‌شوم."

"د مستوفیت دفتر کې وم، درز شو، بس ښیښې راماتې شوې او ما باندې وغورځېدې او زه زخمي شوم، بیا په ځان نه‌یم پوه شوی."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې وایي چې دغه برید د کابل او ننګرهار بریدونو د لړۍ دوام دی او د لشکر طیبې او حقاني شبکې له لوري ترسره شوی دی.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا رسنیو ته په استول شوي پیغام کې د برید مسؤلیت منلی او ویلي دا برید په داسې مهال کوي چې تېره ورځ افغان ولسمشر افغان سرتېرو ته د تهاجمي عملیاتو امر وکړ.

۱۰:۵۲ ۲۵.۲.۱۳۹۹

تازه: د پکتیا حوزوي روغتون ته ۱ مړی او ۳۲ ټپيان وروړل شوي

د پکتیا د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وایي چې د پېښې له ځایه حوزوي روغتون ته "یو نظامي جسد او ۳۲ ټپیان" وروړل شوي دي.

د حوزوي روغتون د سرطبیب ډاکتر محمد اصیل په وینا په ټپیانو کې نهه نظامي او پاتې ملکي وګړي دي.

۱۰:۴۷ ۲۵.۲.۱۳۹۹

تازه: پکتیا کې موټر بم حملې ۵ تنه وژلي او ۲۰ تنه نور ټپیان کړي

د افغانستان دفاع وزارت وايي "نن سهار شااوخوا ۰۸:۳۰ دقیقې له چاودېدونکو توکو ډک یو مازدا موټر انتحاري حمله کوونکي غوښتل د پکتیا ګردېز ښار کې د ملي دفاع وزارت د تأسیساتو د ساتنې پر ودانۍ حمله وکړي چې هدف ته له رسېدو مخکې د ملي اردو له‌‌خوا پېژندل شوی او د دغې ودانۍ دېوال ته نږدې هدف ګرځېدلی او چاودنه‌یې کړې ده. دغې حمله کې ۵ تنه ملکي کسان شهیدان شوي، ۱۵ نور ملکي کسان ټپيان دي او دغه‌راز ۵ پوځیان هم برسېرن ټپيان شوي دي."

۱۰:۰۹ ۲۵.۲.۱۳۹۹

د پنجشنبې په سهار شااوخوا ۰۸:۳۰ دقیقې د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز ښار د لومړۍ حوزې اړوند سیمه کې د موټر بم چاودنه شوې.

د پکتیا امنیه قوماندان د پېښې په ځای کې رسنیو ته وویل چې د مازدا موټر بم دغه چاودنه د مستوفیت او د ملي اردو ترمنځ په سړک شوې چې په وینا یې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۴ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG