د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۳۱

افغانستان کې د کرونا ویروس ۲۵۹ تازه پېښې ثبت شوې

ارشیف
ارشیف

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې دغه هېواد کې د کرونا ۲۵۹ تازه پېښې ثبت کړې دي.

د دغه وزارت مرستیال وحیدالله مجروح نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه پېښې د څه باندې ۶۰۰ مشکوکو ناروغانو د معاینې په پایله کې ورته معلومې شوې دي.

د ښاغلي مجروح په وینا، له دې سره په ټول هېواد کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته شویو کسانو شمېر ۵،۲۲۶ ته پورته شو.

تر اوسه شااوخوا ۶۰۰ افغانان بېرته له دې ناروغۍ جوړ شوي او ۱۳۲ نور مړه شوي دي.

له دې سره عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا له خلکو وغوښتل چې له کورونو په اسانه ونه‌وځي او ټولنیز واټن مراعات کړي.

وزارت وایي، دې شپو ورځو کې د کرونا ویروس د ګواښونو په اړه د خلکو بې‌پروایي بیا زیاته لیدل کېږي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG