د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱
په کابل ښار کې د نن ورځې د حملې سیمه
په کابل ښار کې د نن ورځې د حملې سیمه

کابل پر یوه روغتون ډله‌ییزه حمله کې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه حمله نن له غرمې مخکې شااوخوا ۱۰:۰۰ بجې شوې ده.

۳ وسله‎والو حمله کوونکو د کابل ښار ۱۳مې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې پر یوه روغتون حمله وکړ.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه حمله نن له غرمې مخکې شااوخوا ۱۰:۰۰ بجې پر دشت برچي سل بستریز ملي روغتون شوې ده.

د دغه وزارت مرستیال ویاندې مروه امیني ازادي راډیو ته وویل: "نن له غرمې مخکې شااوخوا ۱۰:۰۰ بجې د کابل ښار د ۱۳مې حوزې مربوطاتو کې یو شمېر وسله‎والو کسانو پر یوه روغتون حمله کړې ده. د پولیسو ځانګړي ځواکونو سیمې ته رسېدلي، سیمه کلابنده ده او نور جزئیات به وروسته شریک شي."

د وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح‎الله مجاهد ازادي راډیو سره په خبرو کې د کابل د نن ورځې په برید کې د دغې ډلې لاس لرل رد کړل.

۱۵:۴۷ ۲۳.۲.۱۳۹۹

تازه: د کابل د دشت برچي په سل بستریز ملي روغتون حمله کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي "ترورېستانو د خپلو جنایاتو په دوام نن د کابل د دشت برچي په سل بستریز ملي روغتون حمله کې د دوو نوې زېږېدلي ماشومانو، د هغوی میندو او نرسانو په ګډون ۱۴ په شهادت رسولي او د ښځو، ماشومانو او نارینه‌وو په ګډون ۱۵ نور ټپیان کړي دي."

ښاغلی ارین زیاتوي "دا یو جنګي او بشري جنایت دی او د افغانستان امنیتي ځواکونو د درې بهرنیو وګړو په شمول څه باندې ۱۰۰ تنه له دغې حملې ژغورلي دي."

۱۴:۳۹ ۲۳.۲.۱۳۹۹

تازه: د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي کابل کې د دشت برچي په سل بستریز ملي روغتون د وسله‌والو حمله، د حمله کوونکو په وژلو سره پای ته ورسېده.

۱۳:۴۶ ۲۳.۲.۱۳۹۹

تازه: د دشت برچي په سل بستریز ملي روغتون ډله‌ییزه حمله کې تر اوسه ۴ تنه وژل شوي

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي "درې وسله‌والو حمله کوونکو په کابل کې د دشت برچي په سل بستریز ملي روغتون ترورېستي حمله پلان کړه چې تر اوسه ۴ تنه ملکي کسان شهیدان شوي او د ماشومانو په ګډون ۵ تنه ټپيان شوي دي."

دغه وزارت زیاتوي "یو حمله کوونکی وژل شوی او د روغتون لومړی پوړ بشپړ تصفیه شوی او عملیات روان دي. تر اوسه د ماشومانو او روغتیايي کارکوونکو په شمول ۸۰ تنه ژغورل شوي دي."

۱۲:۵۲ ۲۳.۲.۱۳۹۹

تازه: د افغانستان عامې روغتیا وزارت په کابل کې پر یوه روغتون له ډله‌ییزې حملې څخه تر اوسه د ۳ ماشومانو په ګډون ۸ تنه ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG