د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۹
په کابل ښار کې د نن ورځې د حملې سیمه
په کابل ښار کې د نن ورځې د حملې سیمه

کابل پر یوه روغتون ډله‌ییزه حمله کې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه حمله نن له غرمې مخکې شااوخوا ۱۰:۰۰ بجې شوې ده.

۳ وسله‎والو حمله کوونکو د کابل ښار ۱۳مې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې پر یوه روغتون حمله وکړ.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه حمله نن له غرمې مخکې شااوخوا ۱۰:۰۰ بجې پر دشت برچي سل بستریز ملي روغتون شوې ده.

د دغه وزارت مرستیال ویاندې مروه امیني ازادي راډیو ته وویل: "نن له غرمې مخکې شااوخوا ۱۰:۰۰ بجې د کابل ښار د ۱۳مې حوزې مربوطاتو کې یو شمېر وسله‎والو کسانو پر یوه روغتون حمله کړې ده. د پولیسو ځانګړي ځواکونو سیمې ته رسېدلي، سیمه کلابنده ده او نور جزئیات به وروسته شریک شي."

د وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح‎الله مجاهد ازادي راډیو سره په خبرو کې د کابل د نن ورځې په برید کې د دغې ډلې لاس لرل رد کړل.

۱۲:۱۶ ۲۳.۲.۱۳۹۹

تازه: د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې امنیتي ځواکونو د کابل په لوېدیځ کې پر یوه روغتون د وسله‌والو له حملې له ۴۰ زیات کسان ژغورلي او عملیات روان دي.

XS
SM
MD
LG