د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

په ایټالیا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر په کمېدو دی


یکشنبه ۱۶۵ کسان مړه شوي
یکشنبه ۱۶۵ کسان مړه شوي

په ایټالیا کې دا دوه ورځې د کرونا ویروس له لاسه د مړو شویو کسانو شمېر کم شوی.

یکشنبه ۱۶۵ کسان مړه شوي دي.

شنبه د مړو شمېر لږ زیات و ۱۹۴.

د نویو مثبتو پېښو شمېر هم هره ورځ په کمېدو دی ځکه تېره ورځ ۸۰۰ و او دا له مارچ میاشتې په یوه ورځ کې د مثبتو پېښو تر ټولو ټېټ شمېر یاد شوی.

ایټالیا کې تر امریکا او بریتانیا وروسته د کرونا ویروس له لاسه ډېر کسان مړه شوي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ایټالیا کې په کرونا ویروس نږدې ۲۲۰ زره کسان اخته دي چې له ډلې یې څه باندې ۳۰ زره او ۵۰۰ کسان مړه شوي.

په ټوله نړۍ کې بیا په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر له څلورو میلیونو اوښتی چې له ډلې یې څه باندې دوه لکه او ۸۱ زره کسان مړه شوي.

د هغو کسانو چې درملنه شوې شمېر نږدې یو نیم میلیونو ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG