د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

د بریتانیا صدراعظم د لګېدلو محدودیتونو د کمولو اعلان وکړ


د بریټانیا صدراعظم بوریس جانسن
د بریټانیا صدراعظم بوریس جانسن

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د مخنیوي په خاطر د لګېدلو محدودیتونو د کمولو اعلان وکړ.

هغه یکشنبه ناوخته په وېډیويي بیانیه کې وویل، کوم خلک چې له کورونو کار نه‌شي کولای سر له راروانې اوونۍ دې کارځایونو ته ورشي.

هغه بیا دا ټینګار هم وکړ چې په عامه ټرانسپورت کې له تګ راتګ ډډه وشي او هم دې ټولنیز واټن رعایت شي.

صدراعظم بورېس جانسون به نن دوشنبه د قرنطین د محدودیتونو د کمولو په اړه د بریتانیا پارلمان ته جزئیات ورکړي.

د کرونا ویروس په خاطر لګېدلي محدودیتونه یوازې په انګلستان کې کمېږي حال دا چې په سکاټلند، وېلز او شمالي ایرلند کې به قرنطین درې نورې اوونۍ هم دوام وکړي.

بورېس جانسون په خپله هم کرونا ویروس نیولی و چې تر څو اوونیو قرنطین او درملنې وروسته بېرته روغ او کار ته ستون شو.

په بریتانیا کې څه باندې دوه لکه او ۲۰ زره کسان په کرونا اخته دي چې له ډلې یې ۳۲ زره تنه مړه شوي.

XS
SM
MD
LG