د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

پاکستان کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو شمېر ۲۵،۸۳۷ ته ورسېد


پاکستان
پاکستان

په پاکستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۲۵،۸۳۷ ته پورته شوې.

دغه اعلان نن له هغه څو ساعته مخکې وشو چې ټاکل شوې اسلام‌اباد د دې وبا له کبله لګېدلي بندیزونه نرم کړي.

چارواکو وویل، یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې پاکستان کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ۱۵۷۴ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

په سیمه کې له ایران وروسته پاکستان دوهم هېواد دی چې د کرونا ډېرې پېښې لري.

پاکستان کې چې ۲۲۰ میلیونه نفوس لري، کرونا ویروس تر اوسه ۵۹۴ کسان مړه کړي دي.

د دغو پېښو له زیاتېدو سره سره صدراعظم عمران خان ویلي، سر له سبا شنبې به لګول شوي بندیزونه نرم کړي، ځکه داسې وېره شته چې د پاکستان اقتصاد به له زیان سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG