د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

د امریکا ملي ګارد ۶۰ سرتېرو د منځني ختیځ او افغانستان په لور حرکت کړی


د امریکا ملي ګارد یو شمېر سرتېري
د امریکا ملي ګارد یو شمېر سرتېري

د امریکا د ملي ګارد ۶۰ سرتېري او شپږ چینهوک هلیکوپټرې منځني ختیځ او افغانستان ته د اکمالاتو د رسولو په هدف پرون له امریکا حرکت پيل کړی.

د امریکا په اورېګن کې د ملي ګارد د قوماندانۍ په اعلامیه کې راغلي چې له افغانستانه د سرتېرو د را ایستلو پروګرام ته په پام به دا سرتېري او په‌کې عسکر د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د مخنیوي لپاره د اکمالاتو په برخه کې اغېزمن تمام شي.

په اعلامیه کې د جنرال ویلیم پریندر په حواله لیکل شوي چې دغو سرتېرو د اکمالاتو په برخه کې ډېر فعالیتونه کړي او خپله وړتیا یې ښودلې ده.

امریکایي سرتېري له دې مخکې هم د 'کووېډ-۱۹' یا کرونا ویروس د مخنیوي په هدف په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت له لارې لیرو پرتو سیمو ته طبي مرستې او وسایل رسولي دي.

XS
SM
MD
LG